ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره يوه مياشت ننګرهار کې ۱۷۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي

تېره يوه مياشت ننګرهار کې ۱۷۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي

author avatar
20 Aug 2019 - 19:04
تېره يوه مياشت ننګرهار کې ۱۷۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي
author avatar
20 Aug 2019 - 19:04

جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): د ننګرهار امنيتي ځواکونه وايي، تېره يوه مياشت کې يې د خپلواکۍ کاليزې ښې نمانځلو په موخه په ګډو او ځانګړو عملياتو کې ۱۷۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي چې ګڼ شمېر يې د داعش او طالب وسله والو ډلو غړي دي.

چارواکو دا څرګندونې د زمري په ۲۹مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د يوه رسنيز کنفرانس پرمهال وکړې. په دغه کنفرانس کې د ننګرهار والي، امنيه قوماندان، ملي امنيت رييس او د مېشتو ملي اردو ځواکونو قوماندان ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل، امنيتي ځواکونو له تېرو سل ورځو راهیسې د پلان شوو سلګونو پروګرامونو جدي امنیتي تدابیر ونیول او زیاته یې کړه، د خپلواکۍ په شپه سلګونه زره  ننګرهار مېشتي د ولسوالیو ترڅنګ د ښار بېلابېلو سیمو کې په راوتلو سره یاده ورځ ونمانځله.

هغه وایي، د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت یې په ۱۳ ولسوالیو کې ځانګړي پروژې اعلان کړې، لسګونه پروژې او ګڼ شمېر نور پروګرامونه یې په دغه ورځو کې په ښه ډول ترسره کړل، همداراز د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه اویا سلنه بودیجه خلکو په خپله او پاتې په حکومتي کچه مصرف شوې ده .

ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وویل، پولیسو یې د خپلواکۍ سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي وو، چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې نیول شوي ۴۰ تنه څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

هغه زیاته کړه، په یادو کسانو کې یې د یو تن ځانمرګي بریدګر، د داعش یو قوماندان، د داعش اړوند روزل شوی ۱۲ کلن هدفي وژونکی، د داعش د جلب او جذب مسوول په ګډون ۱۶ وسله وال مخالفین او ۲۲ تنه نور انسان تښتوونکي، قاتلین او په نورو جنایي پېښو کې ښکېل دي .

د ننګرهار ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي وویل، د ملي امنيت منسوبينو تېره يوه مياشت کې ۱۳۷ تنه نیولي، چې په کې ۱۰۴ تنه وسله وال مخالفین، ۲۰ تنه انسان تښتوونکي او ۱۳ تنه قاچاق او نورو ناقانونه کړنو ترسره کوونکي شامل دي.

دی وايي، همدا راز ۴۹ وسله وال طالبان سولې بهیر سره یو ځای شوي او ۸ داعشيان ورته تسلیم شوي، چې دواړو ډلو ۵۱ میله درنې او سپکې وسلې هم دوی ته سپارلې دي.

د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي بیا په یاده موده کې په ولسوالیو کې له ترسره شوو عملیاتو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د لسګونو ماینونو په شنډولو او د مخالفینو  په له منځه وړلو سره یې امنیتي ساحه پراخه  او د خلکو  ژوند ژغورلی دی .

هغه د ټولو امنیتي ځواکونو له همغږۍ او د خلکو له همکارۍ څخه قدرداني او ستاینه هم وکړه.

د ننګرهار چارواکي په داسې حال کې يادې څرګندونې کوي چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د کاليزې په ورځ په پنځلسو ماين چاودنو کې له سلو زيات کسان ټپيان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.