ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: د غازي امان الله خان پر وړاندې قيام لويه تاريخي تېروتنه وه

ديني عالمان: د غازي امان الله خان پر وړاندې قيام لويه تاريخي تېروتنه وه

author avatar
20 Aug 2019 - 16:14
ديني عالمان: د غازي امان الله خان پر وړاندې قيام لويه تاريخي تېروتنه وه
author avatar
20 Aug 2019 - 16:14

ګردېز (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايت ديني عالمان وايي چې افغانانو خپله خپلواکي د رښتيني مسلمان رهبر غازي امان الله تر قيادت لاندې ترلاسه کړه خو پر وړاندې قيام يې بيا لويه تاريخي تېروتنه وه.

دوی د خپلواکۍ په اړه په خپلو ويناوو کې وويل چې غازي امان الله خان د خپلواکۍ ملي اتل او د هېواد لوی خادم شخصيت و او پر وړاندې يې قيام نه توجيه کېدونکې تاريخي تېروتنه وه.

د دوی له ډلې مولوي سيف الرحمن سيار د زمري په ٢٩مه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې ډېری مهال د مقدساتو په نوم د افغانانو له ديني احساساتو ناوړه استفاده شوې او د اوس په څېر د خپل نظام پر وړاندې درول شوي دي.

سيار وويل: ((کله چې څوک ژوندی وي کار نه ترې اخلو، توجيهات نه ورکوو چې توجيه يې کړو؛ خير دی انحراف به وي، بايد ورسره کېنو، را ويې ګرځوو، ورسره مطرح يې کړو، خو زموږ مشکل دا دی چې ډېر ژر په احساساتو راځو، له جذباتو کار اخلو او جذباتو فيصلې کوو، نو هغه ده چې بيا وروسته وخت تېر وي او افسوس کوو.))

يو بل ديني عالم مولوي خليل الله وقار هم وايي چې د غازي امان الله خان پر وړاندې قيام لويه تاريخي تېروتنه وه او په هېواد د شته بحران ريښې هم له هغه ځايه بولي.

وقار زياته کړه: ((د غازي امان الله خان پر وړاندې درېدل لويه تاريخي تېروتنه شوې ده. له انسان سره خطا وي، شايد غازي امان الله خان هم بعضې اشتباهات کړي وي، خو داسې نه و په کار، بايد د دې کار پر ځای يې پر يو بل بديل فکر کړی وای.))

دغه راز بل ديني عالم مولوي عبدالخالق خواشيني څرګندوي چې لا هم ځيني کسان د غازي امان الله خان په اړه ناسمې څرګندونې کوي او د خلکو د ذهنونو روښانولو پر ځای هغوی ته د ويجاړۍ فکر ورکول غواړي.

ده زياته کړه: ((غازي امان الله خان باندې د کفر فتوا ورکړل شوې وه، د غازي امان الله خان نه تر اوسه پورې ما په هېڅ اسلامي ملک کې هېڅوک ونه ليد چې کافر شو يا چا کافر ورته وويل؛ خو موږ چې ژوندی وي کافر ورته وايو، غندو يې او چې مړ شي بيا مو شهيد او ښه سړی شي.))

همدارنګه بل ديني عالم مولوي عبدالظاهر ګاونډي پاکستان ته په اشاره وويل چې ياد هېواد اسلام د خپلو ګټو لپاره کارولی او په افغانانو د کفر فتوا ورکوي، په داسې حال کې چې په خبره يې افغانستان په نړۍ کې يوازېنی هېواد دی چې غوڅ اکثريت خلک يې مسلمانان دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((چا باندې فتوا لګول واقعاً مشکل کار دی، يو مسلمان چې قبلې ته هم مخ کړي، بايد فتوا پرې ونه لګېږي. موږ او تاسې وينو چې زموږ همسايه ګان ملکونه اوس هم د انګرېزانو غلامان دي، د انګرېزانو قانون چلوي او د هغوی په طريقو تګ کوي، خو موږ په خپل هېواد کې اسلامي او شرعي قانون لرو.))

دغه راز د غونډې په پاى کې د پکتيا د حج او اوقافو رياست مرستيال مولوي محمد شاه فضلي وويل چې خپلواکي لويه الهي ډالۍ ده او د دې ورځې نمانځل ځوان نسل ته د خپلواکي فکر، ارزښت او انګېزه ورکوي.

فضلي وويل چې ټول افغانان بايد د خپلواکۍ پر مفهوم پوه شي او د خپل هېواد د ستونزو او نيمګړتياوو د حل لپاره له معاصرو ګټورو لارو، چارو کار واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.