د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د ټاکنو د روڼتیا لپاره د ښځو انځور او د بشپړو ځانګړتیاوو ثبت لازمي دی"

"د ټاکنو د روڼتیا لپاره د ښځو انځور او د بشپړو ځانګړتیاوو ثبت لازمي دی"

Aug 20, 2019 - 19:38

کابل (پژواک،۲۹ زمری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنو د روڼتیا او د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د رایې ورکوونکو ښځو د انځور ثبت، د پېژندپاڼې انځور، د دوو ګوتو د ځانګړتیاوو ثبت او انځور اخیستل اجباري دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې خبرې ناستې ته وویل، د ټاکنو کمېسیون ژمن دی چې د روان کال د تلې په شپږمه رڼې، خپلواکې، عادلانه او سراسري ټاکنې ترسره کړي.

نوموړې زیاته کړه، د درغلۍ د مخنیوي لپاره د یو کس او پېژندپاڼې انځور او دغه راز د دوو ګوتو ځانګړتیاوې شرط دي چې رایې ورکوونکي یې باید مراعات کړي.

هغه وايي، په تېرو ټاکنو کې د ښځو د انځور اخیستل اختیاري و، خو په راتلونکو ټاکنو کې هېڅوک له دغې چارې څخه مستثنا نه دي.

د ټاکنو کمېسیون رییسې وویل، هر رایه ورکوونکی د رایې ورکونې په پیل کې اړ دی چې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې د خپلو معلوماتو د پیداکولو ترڅنګ په بایومتریک ماشینونو کې د څېرې انځور، د پېژندپاڼې انځور او د ګوتو نښاني ثبت کړي.

نوموړې زياتوي: ((د رایو هغه پاڼې چې د بایومتریک ثبت تصدیق ونه لري، د کمېسیون ټاپه ونه لري، سپینه او نښاني ونه لري، رایې ورکوونکي يې مشخص نه وي اعتبار نه لري او شمېر پر مهال نه محاسبه کېږي.))

دغه راز نوموړې یادونه وکړه چې د بایومتریک اړوند ټول وسایل او مواد کمېسیون ته رسېدلي او له ټاکنو یوه میاشت مخکې به یې ولایتونو ته د لېږد بهیر پیل شي.

د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله ګواښ وکړ چې که د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان له زور څخه استفاده وکړي، رایې به یې باطلې اعلان شي.

د ده په خبره، د ټاکنو په بهیر کې د نامسوولو کسانو لاسوهنه، د رایې ورکونې له مرکز څخه بهر د رایو شمېرل، د یوه صندوق په رایو کې ۵۰ سلنه نښې او د صندوقونو خلاص والی هغه نور موارد دي چې رایې به باطلې کړي.

هغه زیاته کړه، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به ۲۹۵۸۶ محلونو او ۵۳۷۳ مرکزونو ته شاوخوا ۹.۶ میلیون کسان د رایې صندوقونو ته ولاړ شي.

ده وویل، له یادو محلونو ١٨٤٦٧ مرکزونه د نارینه وو او ١١١١٩ مرکزونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement