د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښار د ودونو د هوټلونو د امنیت طرحه جوړېږي

د کابل ښار د ودونو د هوټلونو د امنیت طرحه جوړېږي

Aug 20, 2019 - 18:57

کابل (پژواک،۲۹ زمری ۹۸):  د کابل ښار د ودونو د تالارونو ټولنې ددغه ښار د ودونو د هوټلونو د امنیت ساتلو لپاره طرحه جوړه او د عملي کېدو لپاره یې امنیتي ارګانونو ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري میاشتې په ۲۷ مه داعش ډلې له خو په شهر دوبۍ د ودونو تالار کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۶۳ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول.

د کابل ښار د ودونو د هوټلونو د ټولنې رییس حاجي محمد نادر قرغه يي نن د هوټلونو له مالکانو سره ددې شورا په ناسته کې وویل، د شهر دوبۍ په نوم د ودونو پر هوټل برید د خلکو او هوټل لرونکو په روحیه منفي اغېز کړی دی.

نوموړي له امنیتي سرتېرو وغوښتل چې د ودونو د هوټولو امنیت ټینګ کړي څو خلک په ډاډه زړه خپلو مراسمو ته لاړ شي.

هغه د پانګوالو او د دوی د مالونو د امنیت ټینګښت د حکومت دنده وګڼله او ویې ویل: ((هیله من یو چې د کابل پولیس له موږ سره د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي.))

قرغه يي زیاته کړه، په نننۍ ناسته کې د هوټلونو د مالکانو له خوا د کابل ښار د ودونو د تالارونو د امنیت ساتلو لپاره طرحه جوړېږي.

د ده په خبره، ټاکل شوې سبا یاده طرحه د عملي کېدو لپاره له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړي.

 نوموړي دغه راز په کابل کې د ودونو د هوټلونو د فعالیت د بندېدو په اړه خپرې شوې ګنګوسې رد کړې او ویې ویل، له امنیتي سرتېرو سربېره د هوټلونو خاوندانو هم د هوټل او خلکو د امنیت ساتنې لپاره تدابیر نیولي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement