د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناروې: د "بين الافغاني" مذاکراتو لپاره مو بشپړ چمتووالى نيولى

ناروې: د "بين الافغاني" مذاکراتو لپاره مو بشپړ چمتووالى نيولى

Aug 20, 2019 - 15:55

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): د افغانستان او ناروې حکومتونو  له طالبانو سره د افغان حکومت د راتلونکو "بين الافغاني" مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ له ممکنه تړون وروسته به په يوه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيلېږي.

ويل کېږي چې دغه مذاکرات به د اروپايي ناروې هېواد په پلازمېنه اسلو کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړى استازى پير الاس کابل ته راغلى او په دې اړه يې  له افغان چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزير سلام رحيمي د زمري په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې د ناروې له ځانګړې استازي سره ليدلي دي.

هغه زياته کړې ده چې په دې ليدنه کې د جرمني او امريکا استازو هم برخه اخيستې وه.

رحيمي ويلي چې په دې ناستو کې د راتلونکو بين الافغاني خبرو پر چمتووالي په تفصيل  سره خبرې شوې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزير وايي،  افغان حکومت ژمن دى چې د افغانستان اوږده  جګړه  په سوله ييزه بڼه پاى ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، افغان حکومت دا ډاډ ورکوي چې افغانان د سولې پروسې له لارې تلپاتې او باعزته سوله غواړي.

بلخوا د اجرائيه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروې ځانګړي استازي  پير الاس له ډاکتر عبدالله سره هم پر سولې او بين افغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني، د جرمني او امريکا د سفارتونو استازو هم ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو او د ناروې له خوا د بين الافغاني مذاکراتو د کوربه توب لپاره پر چمتووالي خبرې وشوې.

د ناروې ځانګړي استازي ويلي چې هېواد يې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره هر ډول چمتووالى نيولى او ورته يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکى دى او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دى.

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د ناروې له هڅو د قدرانۍ ترڅنګ د بين الافغاني مذاکراتو په برخه کې د همکارۍ له امله هرکلى وکړ.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement