د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې پرونيو چاودنو نږدې سل کسان ټپيان کړي دي

ننګرهار کې پرونيو چاودنو نږدې سل کسان ټپيان کړي دي

Aug 20, 2019 - 16:07

جلال اباد (پژواک، ‌۲۹ زمرى ٩٨ ):  د ننګرهار اوسېدونکي په دغه ولايت کې د تېرې ورځې له پنځلسو ‌‌‌‌‌‌ډېرو چاودنو په اړه د چارواکو ناغېړۍ او د وکيلانو چوپه خوله پاتې کېدو له امله ګيله من دي او وايي چې مسوولين بايد په دې اړه سپیناوی وکړي.

پرون د زمري په ۲۸مه د خپلواکۍ د جشن نمانځلو پر مهال په ننګرهار کې تر پنځلس ‌‌‌‌‌‌ډېرې چاودنې وشوې چې له امله يې نږدې سل کسان ټپيان شول.

د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې تر شلو ‌‌‌‌‌‌ډېر ماشومان دي، دغه راز یې د څلورو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودلی دی.

چارواکي وايي، چاودنې يوه د بټي کوټ، يوه د خوږياڼو او پاتې نورې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې شوې دي.

ننګرهار مېشتي دا د امنيتي، په ځانګړې توګه د کشفي ادارو د مسوولينو ناغېړي ګڼي؛ ځکه په خبره يې تدابير يې مياشت وړاندې پيل کړي وو، خو خلکو ته يې امنيت تامين نه شو کړای.

غلام سرور چې د خپل تره د ټپي شوي زوی د پوښتنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ورغلی و، پژواک اژانس ته وويل، پرونيو چاودنو يې د کورنۍ شپږ غړي ټپيان کړي چې پنځه يې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او يو لا هم بستر دی.

دی وايي، امنيتي ځواکونه مياشت وړاندې په ښار کې ‌‌‌‌‌‌ډېر شوي وو، تالاشۍ موجود وې، دوه ورځې بازارونه هم تړل شوي وو، خو بيا هم په ښار کې چاودنې وشوې.

د ذبيح الله په نوم يو تنګی ځوان چې ټپي شوی، وايي، له دوو تالاشيو تېر شول، عيدګاه جومات سيمې ته د پوليسو تر څنګ پرې ماين چاودنه وکړه.

دی غوښتنه کوي چې امنيتي مسوولين دې د پرونيو چاودنو په اړه خلکو ته وضاحت وړاندې کړي.

د ننګرهار مدني فعالان بيا په پرونيو چاودنو کې امنيتي او کشفي ارګانونه پر ناغېړۍ تورنوي او دغه راز په پارلمان او ولايتي شورا کې د دغه ولايت له استازو ګيله من دي.

مدني فعال برهان الدين سيرت پژواک ته وويل، امنيتي تدابير نيول شوي وو، خو بيا هم پوليس او نور کشفي ارګانونه د چاودنو په مخنيوي کې پاتې راغلل.

دی وايي: ((والي پرون د سره رود دوسرکې ته د نوي جوړ شوي څلي پرانيستې ته راته خو د امنيتي ستونزو له امله او له ‌‌‌‌‌‌ډاره دلته رانه غی، دا څنګه تدابير دي او دا څنګه اداره ده.))

دی اندېښمن دی، که حالات همداسې وي نو خلک به له ‌‌‌‌‌‌ډاره راتلونکو ټاکنو کې برخه وانه خلي او دغه راز يې د يادو چاودنو په اړه د وکيلانو غلي پاتې کېدل هم د ګيلې وړ وبلل.

د نظامي چارو شنونکی محمد انور سلطاني د کشفي ارګانونو کمزوري، د امنيتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د ولس نه همکاري د پرونيو چاودنو لاملونه په ګوته کوي.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې حکومت په مخامخ جګړه کې بريالی دی خو په استخباراتي جګړه کې له ماتې سره مخ دی.

هغه د استخباراتي ادارو د امکاناتو او د پوليسو د تشکلاتو کمښت هم د اندېښنې وړ ګڼي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بيا وايي چې امنيتي ادارو خپل ترتيبات قوي نيولي وو خو وسله والو د ولسواليو په کچه سخته ماتې خوړلې د ځان څرګندولو په موخه يې دا چاره ترسره کړه.

دی وايي، دا ‌‌‌‌‌‌ډول چاودنې يې اراده کمزورې کولی نه شي او لکه د پخوا په څېر به خپلو رغنيزو چارو ته د مرکز او ولسواليو په کچه پراختيا ورکړي.

په ننګرهار کې د پرونيو چاودنو مسووليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement