د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني : سوله له متحدینو سره په تړونونو کې د بدلون لامل نه ګرځي

ولسمشر غني : سوله له متحدینو سره په تړونونو کې د بدلون لامل نه ګرځي

Aug 20, 2019 - 11:05

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې سوله د هېواد يوه اړتیا ده، خو د سولې ټينګښت له متحدینو سره په تړونونو کې د تغيير لامل نه ګرځي.

له ارګ څخه د زمري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون په کورنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ملي پولیسو د سوق او ادارې له مرکز څخه لیدنه او وينا وکړه.

سرچينې زياته کړې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او ويې ویل، سره له دې چې د دښمن د مختلفو بریدونو له امواجو سره مو مقابله کړې، د پولیسو ستونزو ته يې رسیدګي کړې او منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې يې برابرې کړې دي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رييس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل، د دغه مرکز کارکوونکي ۲۴ ساعته خپله دنده په درې شفټونو کې اجرا کوي او تر ډېره د هېواد په کچه پر همغږۍ، د اوپراسیونونو د پلان پر جوړولو، د جزوتامونو پر پیاوړتیا او د راپورونو په ترلاسه کولو تمرکز کوي.

دغه راز د ننګرهار او کندوز ولایتونو امنیه قوماندانانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې مراسمو د امنیت په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لازیاتې هڅې وشي.

هغه زیاته کړه، د دغې ویاړلې ورځ په درناوي د وسله وال پوځ ټول هغه منسوبین چې تېروتنې يې کړي او په حبس کې دي، پرته له هغو چې خیانتونه، لوی فساد يې کړی او يا حق العبد ورباندې وي، معاف او له حبس څخه خلاصېږي.

ولسمشر د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه وکړه چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز  او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.

اشرف غني وویل، افغانستان د چا هديه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.

ولسمشر د سولې په اړه وویل، سوله د هېواد يوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغيير لامل نه ګرځي.

اشرف غني د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل : ((ستاسې رول د نړیوال امنیت لامل ګرځېدلی او موږ له چا څخه صدقه نه غواړو، دا زموږ حق دی. د سولې له هوکړه لیک وروسته ستاسې تمویل، تجهیز، روزنه او ملاتړ دوام مومي.))

هغه په ټینګار سره وویل، جمهوریت او امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري له افغانستان سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قید و شرط سره ده.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان څرګنده کړه، ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کې په قوي دریځ کې دي او د سولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ.

هغه زیاته کړه، داعش او ټول تروریستان چې په هر ځای کې وي وځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او د خلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.

ولسمشر وویل، تر اوسه هم د اطلاعاتو او عملیاتو ترمنځ ضعیفه حلقې شتون لري او باید هر امنيه قوماندان په واضح او مشخص ډول د اطلاعاتو ارزونه له ده يا هم د ملي امنیت شورا رهبرۍ سره شریکه کړي.

غني څرګنده کړه، له ټکنالوجۍ څخه فعاله استفاده ډېره مهمه ده او باید دې برخې ته پاملرنه وشي، ترڅو پر لومړیتوبونو تمرکز وشي او عملیات په اغېزمنه توګه ترسره شي.

ولسمشر پولیسو ته ډاډ ورکړ چې له دوی به هیڅ ډول ملاتړ دریغ نه کړي او ترې يې وغوښتل، هغه ډول چې د جګړې په میدان کې بریالي یاست، د ټاکنو امنیت هم په بریالي ډول تامین کړئ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement