ایبک (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۲۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۲۷ انکشافي پروژو کار له پای ته ورسېدو سره سم ۶۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکې اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو ۴۳ زېرمې، ۷۸ څاه ګانې او ۸۰ متره استنادي دېوال جوړ شوي دي.
د ده په وینا، د دې پروژو لګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د ولسي تړون له لوري ورکول شوى دى.
دغه راز د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق وایي چې د دې پروژو په عملي کولو سره په ۲۷ کلیو کې له ۶۷۰۰ د زیاتو کورنیو د څښاک د پاکو اوبو ستونزې حل شوې دي.
د یادې ولسوالۍ د کوکه بلاغ کلي یوه اوسېدونکي له یادو پروژو د خوښۍ د څرګندتیا تر څنګ پژواک خبري اژانس ته ويلي، مخکې له دې په یادو کلیو کې د پاکو اوبو څاه ګانې کمې وې چې په دې سیمه کې له لسو څاه ګانو شاوخوا ۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
هغه زیاته کړه چې دا پروژې د انکشافي شوراګانو له خوا د یوه کال په لړ کې عملي شوې دي چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن