ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي له خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه

د اروزګان والي له خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه

author avatar
21 Aug 2019 - 14:47
د اروزګان والي له خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه
author avatar
21 Aug 2019 - 14:47

ترينکوټ (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د اروزګان والي اسدالله سعید د ملګرو ملتونو د يونېسف ادارې له پلاوي غوښتي چې خپلې بشري مرستې زياتې کړي او د بېځايه شوو خلکو لاسنيوى وکړي.

د اروزګان والي د زمري په ٣٠مه د يونيسف ادارې ولايتي همږغي کوونکي مسوول او ورسره له شته پلاوي سره وليدل.

د ولايت مقام وايي، دغه درې کسیز پلاوی نن له کابله اروزګان ته د دي ادارې د چارو د ارزونې او د نورو خدماتو ترسره کېدو لپاره د ولایتي مسوولینو د همکارۍ ترلاسه کولو لپاره راغلى و.

والي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به په ټول توان سره د یونیسف خدماتو پلي کولو په برخه کې همکاره او د مرکز ترینکوټ ترڅنګ په ټولو ولسواليو کې به ورته زمينه برابره کړي.

سعید وويل، د اروزګان اوسېدونکي له  تېرو څو کلونو راهیسې جګړې  سخت ځپلي او له کړاوونو ډک ژوند لري، نو اړينه ده چې دغه ولایت ته يونيسف اداره ځانګړې پاملرنه وکړي.

والي وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې څه کم لس زره کورنۍ له خپلو سيمو ترينکوټ ته بې ځايه شوي چې نه خوراکي توکي، نه د څښاک پاکې اوبه او نه هم سرپناه لپاره ځای لري.

هغه وايي، که يونيسېف د روغتیا، تعلیم او بشري مرستو په برخه کې غواړي چې لرو سيمو ته هم خدمات وړاندې کړي نو ولایتي اداره به همکاري وکړي.

والي له يونيسف ادارې هم وغوښتل چې په دغه ولايت کې ولايتي دفتر فعاله کړي څو وخت پر وخت د خلکو ستونزو ته لاسرسی ولري.

سعيد وايي، دا چې په وروستيو څو میاشتو کې دغلته د ګوزڼ څو مثبتې پېښې ثبت شوې، هم لامل د کورنیو او مشرانو له خوا د ياد واکسين په اړه د عامه پوهاوي نه شتون او په يو شمېر نورو سیمو کې بیا پر دغه کمپاین د طالبانو بندېز دي.

هغه وايي، هيله لري چې له طالبانو سره تر موافقې وروسته يو ځل بيا اروزګان کې د پوليو واکسین درېدلی کمپاین پيل او دغه لړۍ جومات په جومات عملي شي.

د يونيسف ادارې ولايتي همغږي کوونکي مصطفی بن مسعود بيا وویل، اروزګان ته يې د راتګ موخه د دغه ولايت د پوهنې او روغتیا په برخو کې د هغوی د ترسره شوو چارو ارزول او د ولايتي دفتر لپاره د يو مناسب ځای پيدا کول دي.

وايي، يونيسف به له اروزګان سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي او د همدې لپاره به دغه اداره اروزګان کې ولايتي دفتر فعاله کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.