ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان  په دهنه غوري ولسوالۍ کې ولسمشريزې ټاکنې نه ترسره کېږي

د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې ولسمشريزې ټاکنې نه ترسره کېږي

author avatar
21 Aug 2019 - 19:04
د بغلان  په دهنه غوري ولسوالۍ کې ولسمشريزې ټاکنې نه ترسره کېږي
author avatar
21 Aug 2019 - 19:04

پلخمری(پژواک،۳۰ زمری ۹۸): په بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ځايي دفتر وايي چې ددې ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې ولسمشريزې ټاکنې نه ترسره کېږي.

د ټاکنوخپلواک  کمېسيون د ځايي دفتر رييس نورالله پیغام د زمري په ۳۰  مه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دبغلان  ولایت  په دوشي  ، مرکزي بغلان ، بورکه ، تاله برفک  او نهرین ولسوالیو کې یو شمېر ټاکنیز مرکزونه دامنیتي تهدید لاندې دي  که له اوس نه يې  امنیت خوندي نه شي امکان شته چې ټاکنې په کې ترسره نه شي .

هغه  زياته کړه، په بغلان کې ټول ۲۱۶ ټاکنیزومرکزونو دفعالولو هوډ شته خو اوس  نه شي ويلای چې  ټاکنو ورځې ته په نږدې کېدو امنیتي تهدیدات څومره زیاتيږي او له امله یې په څومره  مرکزونو کې نه شي کولای  ټاکنې وکړي .

د پيغام په وينا، له يوې خوا داځل ولسمشریزو ټاکنو کې دبرخې اخیستو لیوالتیا کمه ده او له بله پلوه یو شمېر ټولنې هم  پر راتلونکوټاکنو له وخته وړاندې نیوکې لري چې پرټاکنو یې دخلکو باور کم کړی ،  خو له دیني عالمانو غواړي چې په دغه برخه کې  مرسته وکړي .

په بغلان کې ددیني عالمانو د اتحاديې رييس مولوي  سراج الدین سیرت  وويل ، ټاکنې  کوم شرعي  ممانعت  نه لري دیني عالمان مکلف دي چې په دغه برخه کې خپل مکلفیت ادا کړي .

  دبغلان ولایت امنیه قوماندان سمونوال  نیازمحمد نیازمند وايي، سر له نن څخه يې دټاکنو دمزکونو دخوندیتوب لپاره پلان جوړ کړی او ژرده چې  تر ګواښ لاندې سیمو مرکزونو دخوندیتوب لپاره  عملیات هم ترسره کړي .

هغه زياته کړه، له دهنه غوري ولسوالۍ پرته  په ټول بغلان کې ټاکنو ترسره کولو ته زمینه برابره ده که  مرکزي اداره وغواړي عملیات وکړي، ددهنه غوري ولسوالۍ ځینو سیمو کې هم د ټاکنوترسره کولو زمینې برابرولو امکان شته .

ټاکل شوې ده، چې ولسمشريزې ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه، ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.