ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست غلام بندر به ډېر ژر د خلکو پر مخ پرانيستل شي

د خوست غلام بندر به ډېر ژر د خلکو پر مخ پرانيستل شي

author avatar
21 Aug 2019 - 17:07
د خوست غلام بندر به ډېر ژر د خلکو پر مخ پرانيستل شي
author avatar
21 Aug 2019 - 17:07

خوست ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): افغان او پاکستاني چارواکي وايي، پلان لري د خوست غلام خان بندر په دايمي توګه د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانيزي.

دوی دا څرګندونې نن (د زمري ۳۰مه) له دغه بندره د لیدنې پر مهال وکړې او ويې ويل، په دايمي توګه د دې لارې د خلکو د تګ راتګ د پرانيستلو تر څنګ غواړي سوداګرۍ ته هم په دوه اړخيزه توګه پراختيا ورکړي.

اوسمهال د غلام خان بندر لار يواځې د سوداګريزو مالونو پر مخ خلاصه ده او عام خلک پرې تګ راتګ نه شي کولای.

په هغې ناسته کې چې په غلام خان کې د اغزن تار دېخوا ته جوړه شوې وه، په پاکستان کې افغان سفير او ورسره راغلو ځينو پاکستاني پوځي چارواکو ترڅنګ د خوست دولتي چارواکو او سوداګرو هم ګډون درلود.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو يوه پوځي افسر کرنېل شهزاد په دې ناسته کې وويل چې د غلام خان بندر د عامو خلکو پر مخ پرانيستل د دواړو هېوادونو غوښتنه ده او دا به په اقتصادي وده کې مهم رول ولري.

هغه زياته کړه: ((د دې لارې پرانيستل به د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره اقتصادي پرېوځي. موږ هيله لرو چې د اړينو اسانتياوو په برابرولو سره ډېر ژر دلته راشو او راتلونکي کې به د غلام خان ترمينل له لارې ډېره راکړه ورکړه ولرو.))

بلخوا په پاکستان کې افغان سفير شکرالله عاطف مشعل بيا زيری ورکوي او وايي، ژر ده چې د غلام خان بندر لار د خلکو د تګ راتګ او په دوه اړخيزه توګه د سوداګرۍ د پراختيا په موخه په رسمي ډول پرانيستل شي.

نوموړي چې خبريالانو سره يې خبرې کولې وويل چې په دې برخه کې د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرو کې پرمختګ هم شوی دی.

هغه زياتوي: ((د دې لارې د خلاصېدو يواځې سوداګريزه برخه نه، د ترانزيټ او د خلکو د تګ راتګ د اسانتياوو د برابرېدو لپاره هم بايد لازم کارونه وکړو. هغه څه چې پاکستاني حکومت پورې اړه لرله، په هغو مو کار کړی او هغې خوا مو مسايل را خلاص کړي.))

په پاکستان کې افغان سفير او د خوست ولايت نظامي او ملکي چارواکو په رسمي توګه د دغه بندر د پرانيستلو لپاره د چمتووالي په خاطر د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د کميسارۍ او ګمرک له ودانيو هم ليدنه وکړه.

يو افغان سوداګر انعام رحماني پژواک اژانس ته وويل چې غلام خان بندر د سپين بولدک او د تورخم بندرونو په نسبت د پاکستان ستر تجارتي مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۰۰ کيلومتره نږدې دی.

هغه وايي: ((کله چې د کراچۍ نه زموږ مالونه بار شي، هغه چې پېښور ته رسېږي، د کراچۍ مال د خوست له لارې کابل ته رسېږي، دا څومره توپير دی، په يو موټر کې تقريباً سل زره پاکستانۍ کلدارې توپير دی، په کرايه کې.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.