ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ځينې ښځې: خپلو لاسي تولیداتو ته لا هم مناسب بازار او ځای نه لرو

د پکتيا ځينې ښځې: خپلو لاسي تولیداتو ته لا هم مناسب بازار او ځای نه لرو

author avatar
21 Aug 2019 - 16:49
د پکتيا ځينې ښځې: خپلو لاسي تولیداتو ته لا هم مناسب بازار او ځای نه لرو
author avatar
21 Aug 2019 - 16:49

ګردېز(پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايت سوداګرې ښځې شکايت کوي چې لا هم په ګردېز کې خپلو لاسي صنايعو او نورو توليداتو د پلور لپاره سوداګريز ځای نه لري.

دوی دا خبرې د خپلو لاسي صنايعو او کورنيو کرنيزو توليداتو د يوه نندارتون په ترڅ کې له پژواک خبري اژانس سره وکړې.

د دوی له ډلې سهيلا وايي چې د بېلابېلو لاسي صنايعو ډېر دوديز او ملي ډولونه په کور کې جوړوي او له دې لارې د اولادونو نفقه پيدا کوي، خو په خبره يې د يادو توکو د پلور لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله يې د کړي کار په بدل کې لازمه ګټه نه شي ترلاسه کولای.

نوموړې وویل: ((بېلابېل لاسي صنايع جوړوم، دسمال، يخن، چرمه کاري جامې، افغاني کالي، سرمه داني، قلم، د کور تزيني شيان او نور وسايل، خو د فروش لپاره یې ځای نه لرو.))

يوه بله مېرمن سعديه وايي چې په ګردېز کې د صنعت کارو مېرمنو ټولنه لري او د خلکو له خوا له ورکول کېدونکو فرمايشونو سره سم بېلابېل لاسي توکي جوړوي.

نوموړې پژواک ته وويل چې د اړوندو ادارو د نه پاملرنې له امله مېرمنې له ستونزو سره مخ دي او که اسانتياوې ورته برابرې شي، نه يوازې د بازار اړتياوې به پوره کړي، بلکې د لاسي صنايعو د بېلابېلو ډولونو جوړولو په برخه کې به نورې مېرمنې او نجونې هم وروزي.

دې زياته کړه: ((زموږ کار د فرمايش په حساب دی چې څوک فرمايش راکړي، هغه ورته جوړوو.))

د لاسي صنايعو د برخې بله فعاله پروانه پکتين وايي چې د يادو توکو له جوړولو او پلور د مېرمنو اساسي موخه د ژوند د لګښتونو او ورځنيو اړتياوو پوره کول دي، خو په خبره يې د ښځو لپاره د سوداګريز مارکېټ د نه فعالېدو له امله يې لا هم کاروبار ښه نه دی او له ناهیلۍ سره مخ دي.

پکتين وويل: ((خنډ دا دی چې ښځې خپل لاسي صنايع بازار ته نه شي وړاندې کولای، داسې مناسب ځای نشته لکه نن، زه اميدواره يم چې يو مناسب ځای جوړ شي.))

د بي بي په نوم يوه کونډه مېرمن وايي چې په کور کې سبزي کري او په بازار کې يې د پلور له لارې د خپلو اولادونو د ژوند اړتياوې پوره کوي.

نوموړې هم ښځو ته د اساسي توجه له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې ښځو ته ډېری کېدونکي کارونه نمياشي او موقتي دي چې د هغو په ژوند کې يې مهم او لوی بدلون نه دی راوستی.

نوموړې پژواک ته وویل: ((کور کې په زنانه وو کار کوو، زه يم لوڼې او نګور مې ده، پردي دهقانان يو، سبزي کرو، خپله روزي پرې ګټو او خپل ماشومان پرې ساتو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.