ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : له ټاکنو پرته سوله ناشونې ده

ولسمشر : له ټاکنو پرته سوله ناشونې ده

author avatar
21 Aug 2019 - 17:19
ولسمشر : له ټاکنو پرته سوله ناشونې ده
author avatar
21 Aug 2019 - 17:19

کابل  (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : ولسمشر غني وايي، طالبان باید د افغانستان خلکو ته له پاکستان، نشه یي توکو، القاعدې، داعش او نورو لسګونه تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

له ارګ څخه د زمري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن  د ناټو د ګډو ځواکونو او په اروپا کې د امریکا عمومي قوماندانۍ له ارشد قوماندان ټوډ ولټرز سره په ارګ کې وکتل او د ترهګرۍ له شته ګواښونو او له هغه سره د مبارزې پر لارو چارو يې خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هم حضور درلود، لومړی جنرال ولټرز یو وار بیا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره همکاریو په اړه د ناټو سازمان ژمنتیا څرګنده کړه او ويې ویل،  ناټو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ګډو اهدافو په موخه مبارزه کوي. 

هغه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو زړورتیا اوسرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ناټو نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت د تامین لپاره ګډې مبارزې ته دوام ورکوي.

جنرال  ولټرز وویل، ناټو به د ستراتېژیک همکار په توګه د افغان ځواکونو ترڅنګ پاتې شي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه د دې سازمان ټولې ژمنې پرخپل ځای دي.

ولسمشر اشرف غني جنرال ولټرز ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو ملاتړ څخه په مننې وویل : (( له ناټو سره زموږ مشارکت ستراتېژیک او دوامداره دی او د بین المللي ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی او کموالی په شرایطو پورې تړلی دی.))

هغه دسولې بهیر ته په اشارې زیاته کړه، سوله د افغانستان لپاره لومړیتوب لري او افغان حکومت د سولې لارنقشه ترتیب کړې او هغه په دقت، تدبیر او د ګواښونو او پایلو تحلیل ته په کتو پرمخ وړي.

ولسمشر په ټینګار وویل : (( سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول ناسمه کړنلاره ناسمې پایلې لرلای شي، دا ځکه چې زموږ سوله او امنیت د دښمن له ګواښونو سره مخ دي او اړتیا ده چې دغه پروسه په دقت او لازم تدبیر مخته یوسو.))

هغه زیاته کړه، ترهګر هڅه کوي افغانستان په خپل پټنځای بدل کړي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په زړورتیا او متانت توانېدلي، د هغوی هر ډول ګواښ په شا وتمبوي او نه پرېږدي چې هغوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

ولسمشر څرګنده کړه : ((  افغان حکومت سولې ته ژمن دی، داسې سوله چې جګړه پای ته ورسوي او زموږ د جمهوري نظام هیڅ څنډې ته زیان ونه رسوي. هغه زیاته کړه، طالبان تر اوسه هم د اوربند او سولې اراده نه لري او په ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د خپلو تروریستي بریدونو په ترسره کولو یې خپل مخالفت ښودلی دی. ))

د اشرف غني په وينا، طالبان باید د افغانستان خلکو ته له پاکستان، نشه یي توکو، القاعدې، داعش او نورو لسګونه تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو ډله د پاکستان په خاوره کې له پټنځای پرته خپل موجودیت ته دوام نه شي ورکولای او د افغانستان په اکثریت خاورې د کنټرول په اړه د هغوی ادعا بشپړه بې بنسټه او د دې ډلې د تبلیغاتو یوه برخه ده او د هېواد په مختلفو برخو کې د دې ډلې شبکه یي حضور خلک ګواښي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.