ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پوځيانو پر کونړ ٧٢٠ توغندي توغولي

پاکستاني پوځيانو پر کونړ ٧٢٠ توغندي توغولي

author avatar
21 Aug 2019 - 16:19
پاکستاني پوځيانو پر کونړ ٧٢٠ توغندي توغولي
author avatar
21 Aug 2019 - 16:19

اسعد اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د کونړ چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو د دغه ولايت پر درېيو ولسواليو ٧٢٠ توغندي توغولي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د زمري په ۳۰مه نېټه پژواک ته وويل، دغه توغندي  د کونړ په شلتن، دانګام، او ناړۍ ولسوالیو کې لګېدلي خو ډېری یې پر شلتن توغولي دي.

هغه زياتوي، د پاکستاني پوځیانو په دغو توغندیو کې چا ته د  سر زيان نه دی اوښتی، خو په شلتن کې يې څلور کورونه زیانمن کړي او دغه راز شاوخوا لس څاروي هم په کې له منځه تللي دي.

والي وايي، پاکستاني پوځیانو له یو څه ځنډ وروسته يو ځل بيا د کونړ پر سرحدي ولسوالیو راکټي بریدونه پيل کړي دي.

ميرزکوال وويل چې د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو په اړه يې مرکزي حکومت ته خبر ورکړى څو دې ستونزې ته له ډیپلوماتیکو لارو حل ولټوي.

د کونړ یو اوسېدونکی يار ملاخان وايي، دا د کونړ ولایت له خلکو سره دښمني ده او دوی غواړي چې د کونړ د خلکو وینه تویه کړي، کورونه يې ورانوي او بې کوره کول يې غواړي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار بیا د پاکستان د دې کړنې د غندلو ترڅنګ ګواښ وکړ چې  که پاکستاني پوځیان دغه عمل ته دوام ورکړي نو د کونړ ولسونه به له خپلو ملي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه په یوه سنګر کې له خپلو خلکو او خاورې نه دفاع وکړي.

د یادونې ده، له تېرو لسو کلونو ډېره موده وشوه چې د پاکستاني پوځیان د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې نه د کونړ په خاوره د توغندیو بریدونه کوي چې له امله يې زرګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.