ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ډېر خلک د طبي بوټو په وسیله درملنه کوي

په کندهار کې ډېر خلک د طبي بوټو په وسیله درملنه کوي

author avatar
21 Aug 2019 - 11:57
په کندهار کې ډېر خلک د طبي بوټو په وسیله درملنه کوي
author avatar
21 Aug 2019 - 11:57

کندهار (پژواک، ٣٠ زمری ۹۸): که څه هم عصري طبابت پرمختګ کړی خو په کندهار کې اوس هم ډېری خلک خپله درملنه په یوناني درملو او طبعي بوټو باندې کوي.

په کندهار کې لسګونه داسې ځایونه شته چې له طبي بوټو جوړ شوي درمل پلوري او د خلکو درملنه کوي.

په کندهار کې د یوناني طبیبانو د ټولنې مشر حکیم خان تره کی وايي، په اسیا کې تر ۴زره ډوله ډېر طبي بوټي شته چې له دې ډلې ۱۰۵۰ ډوله یې په افغانستان کې پیدا کېږي خو ۳۵۰ ډوله طبي بوټي بیا داسې دي چې یوازې په افعانستان کې پیدا کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څه لامل شوی چې په هېواد کې د یوناني طب د طبیبانو شمېر ډېر شي او خلک هم د طبي بوټو په وسیله درملنې ته وهڅېږي.

دی زیاتوي، په دې توګه له بهره د را واردېدونکو بې کیفیته یوناني درملو مخنیوی هم شوی، ځکه یوناني طبیبان په کور دننه له طبي بوټو درمل جوړوي.

ده یادونه وکړه چې دغه ټولنه په کندهار کې د زده کړو یو مرکز هم لري چې طبیبانو ته په له طبي بوټو د درمل جوړولو او درمللو لارې چارې ښايي.

خو تره کى ګیله کوي چې دغه هر څه د حکومت له سرپرستۍ پرته کوي او هغوی په دې برخه کې ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

دی وايي، دولت نه یوازې په دې برخه کې کومه طرحه نه لري، بلکې بهرنیو هېوادونو ته یې له افغانستان څخه په ډېره ټیټه بیه د طبي بوټو د لېږد په مخنیوي کې هم څه نه دي کړي.

تره کی زیاتوي، دغې چارې په افغانستان کې د ځینو طبي بوټو د له منځه تلو خطر ډېر کړی دی.

نوموړی له حکومته غواړي چې دغې چارې ته پاملرنه وکړي، د طبي بوټو صادرات دې قانوني شي څو په بهرنیو هېوادونو کې په لوړه بیه وپلورل شي.

په کندهار کې دا مهال شاوخوا ۵۰ تنه یوناني طبیببان شته چې په خپله له طبي بوټو درمل جوړوي او د ناروغانو درملنه کوي.

محمدشاه بها د کندهار ښار یو له هغو طبیبانو دی چې له طبي بوټو د جوړو درملو درملتون ري او د خلکو درملنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.