پلخمري (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): انسان تښتونکو د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې يو ماشوم له تښتولو وروسته وژلى دى.
دغه ماشوم ياسر نومېږي چې ١٢ کاله عمر يې درلود او د بغلان د نهرين ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و. د ياسر ورور حاجي علاوالدين د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ١٩ ورځې وړاندې انسان تښتوونکو ياسر تښتولى و.
هغه زياته کړه: ((موږ نه يې سل زره افغانۍ غوښتې وې، خو موږ دومره پيسې نه درلودې، اخطار يې راکړى و چې ياسر وژني خو موږ پر دې نه پوهېدو چې دوى به رښتيا دغه کار وکړي، خو پرون يې ياسر وژلى دى.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د تښتوونکو د ځاى او هويت په اړه معلومات نه لري.
په دې اړه د بغلان د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي پژواک ته وويل چې د ياسر د تښتولو له پېښې خبر و.
هغه وايي: ((موږ ډېر کوښښ وکړ چې دغه کسان پيدا کړو او ويې نيسو خو بريالي نه شوو او بالاخره يې ياسر مړ کړ.))
بل لور ته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې د ياسر د قاتلينو د نيولو لپاره پوليسو جدي هڅې پيل کړې دي.
د نهرين اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د نامسووله وسله والو شتون تر پخوا ډېر شوى چې په تېرو ١٥ ورځو کې دا د قتل پنځمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن