ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: تړون ته چمتو یو، که طالبان چمتو وي

خليلزاد: تړون ته چمتو یو، که طالبان چمتو وي

author avatar
21 Aug 2019 - 11:16
خليلزاد: تړون ته چمتو یو، که طالبان چمتو وي
author avatar
21 Aug 2019 - 11:16

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمي خليلزاد وايي چې دوی د تړون لپاره اماده دي، خو که طالبان اماده وي.

نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ٣٠مه له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو پيلولو په موخه له واشنګټن څخه د روانېدو پر مهال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې په واشنګټن کې يې يوه ګټوره اوونۍ تېره کړه، چارواکي او لوړپوړي مسوولين يې له خپلو هڅو په جريان کې کړل.

خليلزاد ويلي چې دی بیا روان دی، لومړى به د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره پر پاتې موضوعاتو خبرې ولري.

نوموړي زیاته کړې ده: ((موږ اماده يو، ګورو چې طالبان هم اماده دي که نه.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زمري په ۲۹مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به په دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې بیا پیل کړي.

خبرپاڼه کاږي چې د هغه سفر د امریکا د هغو هڅو برخه ده چې غواړي افغان شخړې ته یو سوله ییز حل پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد به کابل ته هم ولاړ شي او هلته به د افغان حکومت له مشرانو سره د سولې د روانې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو پر چمتووالي خبرې وکړي.

سرچینې ویلي، دا چې زلمی خلیلزاد به دغه ځل نورو کومو هېوادونو ته سفر وکړي، تر اوسه نه دي معلوم.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين هم پژواک ته وويل چې زلمى خليلزاد را روان شوى او په نږدې ورځو کې به له دوى سره پر هغو موضوعاتو خبرې پيل کړي چې تر اوسه پرې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

هغه زياته کړه چې له اتم پړاو خبرو وروسته دوى له خپلو مشرانو سره مشورې کړې او د دې مشورو په رڼا کې به نهم پړاو خبرې پيلوي.

په قطر کې يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې سبا پيلېږي او اټکل کېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.