ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د حیاتي احصايې مدیر وژل شوی

د بغلان د حیاتي احصايې مدیر وژل شوی

author avatar
21 Aug 2019 - 08:18
د بغلان د حیاتي احصايې مدیر وژل شوی
author avatar
21 Aug 2019 - 08:18

پلخمري (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د بغلان دولتي سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د حياتي احصايې مدير پر ډزو وژلى دى.

د بغلان په مرکز پلخمري کې يوې دولتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د حياتي احصايې مدير عبدالديان صافى پرون ماښام د مرکزي بغلان ولسوالۍ په اتم سړک کې پر ډزو وژلى دى.

هغه زياته کړه: ((ديان کومه نظامي دنده نه درلوده، نو کېداى شي چې چا سره يې دښمني وه، خو بيا هم تر اوسه روښانه نه ده چې ولې وژل شوى دى.))

بل لور ته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د نفوسو د احوال د ثبت مديريت مرستيال وژل شوى دى.

ده زياته کړه: ((له يوې خوا د سولې خبرې روانې دي، له بل پلوه پر ملکي مامورينو بريدونه کېږي چې دغه شان کړنې د سولې خبرې زيانمنوي.))

همدارنګه د عبدالديان صافي خپلوان وايي چې نوموړى د سيمې يو قومي مشر هم و چې د خلکو ستونزې به يې د جرګو او مرکو له لارې حل کول.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.