ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار مدني فعالان: که مخابراتي شبکې تر سبا پورې فعالیت پیل نه کړي اعراض کوو

د تخار مدني فعالان: که مخابراتي شبکې تر سبا پورې فعالیت پیل نه کړي اعراض کوو

author avatar
21 Aug 2019 - 15:58
د تخار مدني فعالان: که مخابراتي شبکې تر سبا پورې فعالیت پیل نه کړي اعراض کوو
author avatar
21 Aug 2019 - 15:58

تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د تخار مدني فعالانو او اوسېدونکو د دغه ولايت حکومتي مسوولينو ته تر سبا پورې وخت ورکړی څو د مخابراتي فعاليتونو ستونزه هواره کړي.

د دغه ولايت مدني فعالان وايي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

د هغوى د معلوماتو له مخې، مخابراتي شبکې د ماښام له شپږو بجو د سهار تر شپږو بجو پورې فعاليت نه کوي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې موخه د تخار ولايت اوسېدونکو او مدني فعالانو د زمري په ٣٠مه په مرکز تالقانو کې غونډه جوړه کړې وه.

په غونډه کې مدني فعال شفيق پويا وويل چې د دوى له پرېکړې سره سم حکومتي مسوولين بايد تر سبا پورې د مخابراتي شبکو د فعاليت ستونزه هواره کړي.

هغه وايي: ((موږ تر سبا د مشکل د حل لپاره وخت ورکړى، که چېرې دغه کار ونه کړي، د مخابراتي شبکو او د ولايت د مقام دروازه د اعتراض په توګه تړو.))

همدارنګه په دې غونډه کې د تالقانو اوسېدونکي عرفان بزګر وويل، که چېرې تر سبا پورې دغه ستونزه هواره نه شوه، خلک بيا خپله تصميم نيسي.

ده زياته کړه: ((يو مياشت کېږي له دې مشکل سره مخ يو، دا مشکل بايد نور حل شي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د تخار د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رييس غفور تلاش پژواک ته وويل چې دغه ستونزه يې له وزارت سره شريکه کړې څو هر څه ژر يې د حل لپاره اقدام وکړي.

دى وايي: ((له وزارت سره مو خبره کړې، منتظر يو چې څه هدايت راکوي، د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره هم نن خبرې کوو.))

بل لور ته د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې مخابراتي شبکو ته هېڅ ډول امنيتي ګواښ متوجه نه دى، بايد خپل فعاليتونه ٢٤ ساعته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.