ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کرنې په څېړنيز مرکز کې محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوې

د ننګرهار د کرنې په څېړنيز مرکز کې محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوې

author avatar
21 Aug 2019 - 15:11
د ننګرهار د کرنې په څېړنيز مرکز کې محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوې
author avatar
21 Aug 2019 - 15:11

جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس وايي چې د رياست اړونده څيړنيز او روزنيز مرکز (کليکسون) کې د ونو بوټو د هرې بڼې د څېړنې د تر څنګ محصلينو لپاره د عملي زده کړې زمينه هم برابره شوې ده.

دغه مرکز چې د جلال اباد ښار ته د ختیځ په اته کیلومترۍ کې موقعیت لري، ټول فعالیتونه يې د باغدارۍ ، ونو او بوټو او د هغی د خصوصیاتو پر پېژندنه او اړوندو چارو راڅرخي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير سمیع الله نصرت له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې دغه فارم ته به نور هم زيات پام ور واړوي او د کروندګرو او باغ لرونکو لپاره به نورې ګڼې اسانتیاوې هم په دغه څیړنيز او روزنیز مرکز کې رامنځته کړي.

هغه زياته کړه، د دغه څېړنیز او روزنیز مرکز ځانګړې موخه دا ده چې د بوټو هره بڼه په کې مطالعه، د ښه او خراب ډول توپير په کې وشي.

نصرت وايي، همدارنګه په دغه مرکز کې ننګرهار، کونړ او لغمان پوهنتونونو پر محصلینو سربیره د بیلابیلو انستیتيوتونو د کرنې د برخې د محصلینو لپاره د زده کړې ښه زمینه برابریږي.

د نوموړي په وينا، په دغه څيړنيز او روزنیز مرکز کې د کروندګرو لپاره د ښو مشورو زمینه هم برابره ده چې په کرنیزو چارو کې یې وخت ضایع نه شي، د نباتي ناروغیو په اړه وپوهیږي، همدارنګه ونو، بوټو او نباتاتو ته د عضوي او کیمیاوي سرې او اوبو ورکولو په لارو چارو وپوهیږي.

د کرنې رييس وايي، دا مرکز د څیړونکو لپاره د ښې زمینې پر برابرولو سربېره بزګرانو ته د نبات هغه نوعې معرفي کوي چې د سیمې د اوبو او هوا مارکېټ سره برابر وي، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت ولري.

ده زياته کړه چې په دغه مرکز کې د انارو، سيتروسو، املوکو، زيتونو، خرما، لوکاټو او انځر  بېلابېل (۲۱۸) ډولونه شته چې هم په کې کورني او هم بهرني ډولونه شامل دي.

نصرت وايي، دغه راز په دغه فارم کې په نمايشي ډول د مېوو (۳۰) ډولونه هم خوندي دي چې د شفتالو، زردالو، الوچو، انګورو او ناکو بېلابېل ډول په کې شاملې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.