د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په ارغنداب کې د ۷ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي

د کندهار په ارغنداب کې د ۷ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي

Aug 21, 2019 - 11:25

کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر یو وخت د ۷ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې په دې سره به په دې ولسوالۍ کې د ودانیو د کمښت ستونزه حل شي.

د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف رسولي پژواک اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د ودې او پراختیا په موخه د ۷ ښوونځیو جوړولو چارې روانې دي چې موده مخکې پیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه، د ښوونځیو دغه اووه ودانۍ د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې جوړېږي چې ۶ ودانیو ته یې بودجه د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له مخې او يوه ته یې بودجه د ښار او کور جوړولو وزارت له خوا ځانګړې شوې ده.

دی وايي، د اقرا برنامې له مخې پر جوړېدونکو ۶ ښوونځیو څه باندې ۲۶ میلیونه افغانۍ او پر پاتې یوه ښوونځي ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

ده یادونه وکړه چې د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ سلګونو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شي چې د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوي دي.

ولسوال په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د وضعیت په اړه وویل، ارغنداب د کندهار له هغو ولسوالیو ده چې د نورو په پرتله په کې له پوهنې سره د خلکو لېوالتیا ډېره ده او هر کال د دوولسم ټولګيو ډېر فارغان ورکوي.

د ده په خبره، دا مهال په دې ولسوالۍ کې ۲۴ ښوونځي، ۱۱۸ سیمه ییز ټولګي، د کرنې یو ښوونځی او د دارالمعلمین یوه څانګه فعال دي چې زرګونه زده کوونکي او محصلین په کې زده کړې کوي.

د ارغنداب ولسوالۍ د پوهنې مدیر شاه ولي افغان هم په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر ښه ګڼي او وايي په ۲۴ ښوونځیو او ۱۱۸ سیمه ییزه ټولګیو کې ۱۰ زره ۵۶۶ هلکان او نجونې زده کړې کوي.

ده هیله وښوده چې د ښوونځیو د اوو ودانیو له جوړېدو سره به د پوهنې اړوند کمي او کیفي چارې ښې شي او ورسره به د زده کوونکو شمېر هم ډېر شي.

که څه هم نوموړي د ښوونځيو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه تر یوه بریده حل شوې ګڼي خو وايي د کتابونو د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده چې باید د ښوونیز کال له پیل مخکې یې غم وخوړل شي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د اوو ښوونځیو د ودانیو پر جوړولو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې په نورو برخو کې دې هم د پوهنې د بهیر ښه کېدو ته پام وشي.

د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې اوسېدونکي نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټوله کې د دې ولسوالۍ خلک د ښوونځیو لپاره د ودانیو پر جوړولو خوښ دي او په دې تمه دي چې په دې ولسواۍ کې به د پوهنې بهیر ښه شي.

د ده په خبره، د ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه کلي د ماشومانو هغه ستونزې حل شي چې مخکې ورسره مخامخ وو.

دی وايي، له دې مخکې د ډېرو ښوونځيو زده کوونکو د درس ویلو لپاره سمه ودانۍ او ټولګي نه لرل.

د یادونې ده، په کندهار کې د ولسي تړون اړوند د اقرا برنامې له مخې د ۱۰۴ ښوونځيو د ودانیو جوړولو لپاره بودیجه منظور شوې ده.

سمدستي له دې ډلې د ۸۱ ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره له مرکزه څه له پاسه ۳۲۳ میلیونه افغانۍ رالېږدول شوي او د یو شمېر ودانیو د جوړولو چارې روانې دي.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دې سره به د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه ۸۰ سلنه حل شي او زده کوونکو ته به سالم درسي چاپېریال برابر شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement