جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د ۲۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د څلور عشاريه ۸ کيلومتره په اوږدوالي حلقوي سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه د زمري په ۳۰مه په مهترلام ښار کې د پرانيستې مراسم نیول شوي وو چې د لغمان پر چارواکو سربېره په کې د ترانسپورټ وزارت مسوولينو هم ګډون کړی درلود.
د ترانسپورټ وزارت تخنيکي مرستيال حامد حليمي رسنيو ته وويل چې دغه سړک د دوو کلونو په موده کې د ۲۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت رغول شوی دی.
هغه وايي، سړک څلور عشاريه ۸ کيلومتره اوږدوالی او څلوېښت متره پلنوالی لري چې په اوږدو کې يې يو لوی پول، ۳۰ واړه پلچکونه او ۱۲۰ متره کانال هم رغول شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په جوړېدو سره اتو لويو کليو ته د تګ راتګ اسانتیا برابره شوه چې دوه سوه زره خلک به ترې په مستقيم ډول ګټه اخلي.
د لغمان والي اصف ننګ وويل، په پلان کې ده چې د دغه ولايت ټولې، په ځانګړې توګه د مرکز مهترلام ټولې لارې پخې او جوړې کړي.
هغه زياته کړه، په نږدې وختونو کې به د سرخکانو له دوه لارې د لغمان تر مرکز پورې غځېدلې لويه لاره هم دوه سړکه شي چې د سيمې پر ښايست سربېره به د ترافيکي ګڼې ګوڼې او پېښو مخنيوي کې هم اغېزناکه تمامه شي.
د لغمان ولايت اوسېدونکي خوښ دي چې په سيمه کې يې د څلوېښت مترو په پلنوالي لوی حلقوي سړک رغول شوی دی.
د دوی له ډلې بختيار حقدوست له پژواک سره خبرو کې وويل چې د دغه سړک جوړېدو ځايي خلکو ته ډېره ګټه رسولې ده.
دی زياتوي، پخوا به د سيمې خلکو د ناروغانو د لېږد پر مهال له ستونزو سره مخ وو چې ډېر کله به يې په روغتون په لاره کې ساه ورکوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن