ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له دندو په ناقانونه ډول لرې شوي یو”

“له دندو په ناقانونه ډول لرې شوي یو”

author avatar
21 Aug 2019 - 15:51
“له دندو په ناقانونه ډول لرې شوي یو”
author avatar
21 Aug 2019 - 15:51

کابل(پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): د احصايې او معلوماتو ادارې لسګونه له دندو ګوښه شوي قراردادي کارکوونکي وايي، د قانون خلاف له دندو ګوښه شوي او پر ځای يې نور کسان ګومارل شوي دي.

د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د غير حضوري تذکرو د هويت د تثبيت څانګې د يادو ګوښه شوو کسانو له ډلې نن د شپږو ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه د يادې ادارې مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو، او ګواښ يې وکړ چې تر هغه به خپلو مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي چې له دندو د هغو د ګوښه کېدو په اړه قانون او عدالت پلی شي.

د يادو کسانو په استازيتوب احمد راحل ابرار خبريالانو ته وويل چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مشر ټول شاوخوا سل تنه قراردادي کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.

هغه وايي: "زموږ د قرارداد موده د روان کال د غبرګولي په وروستيو کې پوره شوه، خو موږ ته يې په هغه وخت کې ونه ويل چې له تاسو سره قرارداد نه کېږي؛ موږ يوه مياشت او ۱۳ ورځې کار وکړ او وروسته يې راته وويل چې له تاسو سره قرارداد نه کوو."

د ده په وينا، دغه کړنه د کار قانون د څوارلسمې مادې خلاف عمل دی. هغه وايي چې د دوی پر ځای نوي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

د کار قانون د څوارلسمې مادې په دويمه فقره کې راغلي: "د ټاکلي قرارداد موده يو کال ده او د اړخونو په توافق سره تمديدای شي. په هغه صورت کې چې د ټاکلي قرارداد په پای کې اړخونه تر يوې مياشتې پورې د تمديد او يا نه تمديد په هکله اقدام ونه کړي، قرارداد په پخوانيو شرايطو سره تمديد شوی ګڼل کېږي."

د يادې ادارې بل له دندې ګوښه شوي کارکوونکي امين پکتين هم ورته څرګندونې وکړې، ګواښ يې وکړ چې که قراردادونه يې تمديد نه شي، مدني اعتراضونو ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنه يې ومنل شي.

خو د احصايي او معلوماتو د ملي ادارې مشر احمد جاوېد رسولي وايي، له کله چې د وګړو د احوالو د ثبت اداره د احصايې له ادارې سره يو ځای شوې، د تشکيل په اړه يې څېړنې او ارزونې پيل شوې او د يادو کسانو قراردادونه د غبرګولي مياشتې په وروستيو کې پای ته رسېدلې دي.

هغه وايي: "اندېښنې موجودې دي چې د وګړو د احوالو د ثبت اداره د غير حضوري تذکرو د تثبيت هويت او ځينو نورو ادارو کې فساد شتون لري، موږ په دې اړه څېړنې او ارزونې پيل کړي، د دې تر څنګ موږ ته د ماليې وزارت ويلي چې تشکيل او د قرارداديانو شمېر راکم کړو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.