د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې د ٧٥ ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

مزار کې د ٧٥ ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

Aug 21, 2019 - 17:52

مزار شريف ( پژواک، ۳۰زمری  ۹۸)  د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۵ ځوانو جوړو د واده  ډله ييز مراسم تر سره شول.

دغه مراسم د زمري په ۳۰مه ، د حسنيې دارالعلوم له خوا جوړ شوي وو.

د دغو مراسمو يو تن جوړوونکي سيد محمد حسيني پژواک ته وويل چې دغو مراسمو کې يې د هغو کوژده شويو هلکانو او نجونو ودونه وکړل چې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ وو.

د هغه په خبره هرې جوړې ته د واده د لګښت تر څنګ د ۳۵ زره افغانيانو په ارزښت جهيز هم اخيستل شوی، چې قالينه، توشکې، د اشپزخانې وسايل او نور د اړتيا وړ توکي په کې شامل دي.

نوموړي زياته کړه، ټول ټال په دغو مراسمو دوه ميليونه او پنځه ويشت زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

حسيني د خپلو خبرو په دوام کې وويل، دغه ډله ييز واده لپاره شاوخوا ۳۰۰ کوژده شويو نجونو او هلکانو ثبت نام کړی وو، چې د ټاکل شوي هيئت له خوا ۷۵ جوړې مسحقې وګڼل شوې.

د هغه په وينا، د دغه واده لګښت حسنيه دارالعلوم او يو شمېر سوداګرو له خوا ورکړل شوی دی.

په ورته مهال د ډله ييز واده د دغو مراسمو ګډونوال هم له زياتو لګښتونو څخه د مخنيوي لپاره دا ډول ودونه اغېزمن بولي.

۲۴ کلنه صديقه د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې نن يې مزارشريف کې د ډله ييز واده مراسمو په ترسره کېدو د خپل ژوند له ملګري سره واده وکړ.

هغې پژواک ته وويل، درې کاله وړاندې يې کوژده کړې وه؛ خو د خاوند کورنۍ خراب اقتصادي وضعيت له امله يې د واده کولو وس نه درلود.

هغه زياتوي، دوه مياشتې وړاندې يې زړه نا زړه په حسنيه دارالعلوم کې د ډله ييز واده لپاره ثبت نام وکړ؛ خو په وينا يې چې له نېکه مرغه د ټاکل شوي هيئت له خوا مستحق وګڼل شول.

د صديقې په خبره په خپل چم ګاونډ کې ډېر داسې ځوانان او نجونې پېژنې، چې د ناوړه اقتصادي ستونزو له امله ګډ ژوند نه شي پيل کولی.

عبدالاحد هم هغه ځوان دی، چې په دغه مراسمو کې يې له واده کولو وروسته خپله ناوې کور ته بوتله.

نوموړی وايي، چې له کوژدې وروسته يې د واده مراسمو لپاره پيسو پيدا کېدو په موخه ايران هېواد ته د مزدورۍ لپاره سفر وکړ؛ خو په وينا يې چې له څو مياشتو کار وروسته ونيول شو او بېرته له هغه هېواده اخراج شو.

د عبدالاحد په وينا، مزار ښار کې د ترکارۍ پلورو کراچۍ لري او همدومره پيسې يې پيدا کولې، چې خپل ورځني کورني مصارف پوره کړي.

نوموړي د حسنيه دارالعلوم له ادارې څخه مننه وکړه چې له ده سره يې د ګډ ژوند جوړولو برخه کې مرسته وکړه.

د يادو مراسمو يوې مېلمنې مېرمن عاقلې پژواک ته وويل چې د فقر او غربت په روانو شرايطو کې د هغو ځوانانو لاسنيوی چې کوژده يې کړې وي او واده نه شي کولی لوړ معنوي ارزښت لري.

هغې له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

دا پنځم ځل دی چې حسنيه دارالعلوم مزارشريف کې د ډله ييزو ودونو مراسم جوړوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement