د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: له افغان ځواکونو سره همکارۍ کې مو بدلون نه دی راغلی

ناټو: له افغان ځواکونو سره همکارۍ کې مو بدلون نه دی راغلی

Aug 21, 2019 - 16:40

مزارشريف (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): په شمال زون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ نوی قوماندان وايي چې له افغان ځواکونو سره د بهرنيو ځواکونو د همکارۍ په برخه کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

بريد جنرال يورګين بروټس (Brigadier General Jürgen Brots)د بريد جنرال ګيرهارد کلافوس (Brigadier General Gerhard Klaffus) پر ځای د زمري په ۳۰مه په مزارشريف کې د شمال زون د غوڅ ملاتړ ماموريت د نوي قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

نوموړي له خبريالانو سره په لنډو خبرو کې وويل چې غوڅ ملاتړ ماموريت به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاريو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي.

د هغه په وينا، نړيوال ځواکونه به له افغانانو سره يو ځای هڅه وکړي څو په افغانستان کې د ترهګريزو فعاليتونو مخه ونيسي.

په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموريت نوي قوماندان دا هم وويل چې له افغان ځواکونو سره د مشورې او روزنې ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې هم مرستو ته ژمن دي.

نوموړي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته په اشاره وويل چې ياده پروسه حساس پړاو کې ده او شېبه په شېبه يې پايلو ته هيله مندي پيدا کېږي.

هغه زياته کړه چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول ښکېل اړخونه بايد جدي کار او هڅه وکړي.

په ورته مهال په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت پخواني قوماندان بريد جنرال ګيرهارد کلافوس چې يو کال يې دغه مسووليت پر غاړه درلود، خبريالانو ته وويل چې په وروستيو څو مياشتو کې د شمالي ولايتونو وضعيت ډېر کړکېچن شوی دی.

هغه وايي، سره له دې چې جګړې زياتې شوې خو په وينا يې چې بيا هم افغان ځواکونه د مخالفينو د بريدونو د مخنيوي وړتیا لري.

د نوموړي په وينا، د افغان ځواکونو ظرفيتونه لوړ شوي او کولای شي چې خپل ماموريتونه په برياليتوب ترسره کړي.

ده زياته کړه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او نه وتلو موضوع د سولې په روانو خبرو پورې تړاو لري.

په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموريت پخواني قوماندان د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، لکه څنګه چې ايتلافي ځواکونه يو ځای افغانستان ته راغلي وو نو د امکان په صورت کې به يو ځای له دغه هېواده وځي.

په دغه پروګرام کې د شمال زون لوړپوړو امنيتي چارواکو هم ګډون کړی و.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وويل چې بهرني ځواکونه تر دې مهاله ورسره د عملياتو پر مهال همکاري لري.

هغه زياته کړه چې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې افغان امنيتي ځواک د خپل هېواد او خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتووالی لري.

احمدزي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په شمال زون کې يې د وسله والو مخالفينو ګڼ پلانونه شنډ کړي دي.

د هغه په خبره، د طالبانو تر څنګ په شمال کې يو شمېر نامسوول وسله وال او سياسي ډلې هم د تاوتریخوالي په رامنځته کېدو کې لوی لاس لري.

په ورته مهال د شمال ختيځ زون د ۲۱۷ پامير قول اردو قوماندان هم وايي چې دمګړۍ د دغه زون په تخار او کندوز ولايتونو کې د مخالفينو پر ضد عمليات روان دي.

نوموړي په بدخشان او کندوز ولايتونو کې د داعش ډلې د فعاليتونو په اړه راپورته شوې اندېښنې هم رد کړې او زياته يې کړه چې د امنيتي ځواکونو له خوا ياده ډله ځپل شوې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement