ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: له افغان ځواکونو سره همکارۍ کې مو بدلون نه دی راغلی

ناټو: له افغان ځواکونو سره همکارۍ کې مو بدلون نه دی راغلی

author avatar
21 Aug 2019 - 16:40
ناټو: له افغان ځواکونو سره همکارۍ کې مو بدلون نه دی راغلی
author avatar
21 Aug 2019 - 16:40

مزارشريف (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): په شمال زون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ نوی قوماندان وايي چې له افغان ځواکونو سره د بهرنيو ځواکونو د همکارۍ په برخه کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

بريد جنرال يورګين بروټس (Brigadier General Jürgen Brots)د بريد جنرال ګيرهارد کلافوس (Brigadier General Gerhard Klaffus) پر ځای د زمري په ۳۰مه په مزارشريف کې د شمال زون د غوڅ ملاتړ ماموريت د نوي قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

نوموړي له خبريالانو سره په لنډو خبرو کې وويل چې غوڅ ملاتړ ماموريت به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاريو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي.

د هغه په وينا، نړيوال ځواکونه به له افغانانو سره يو ځای هڅه وکړي څو په افغانستان کې د ترهګريزو فعاليتونو مخه ونيسي.

په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموريت نوي قوماندان دا هم وويل چې له افغان ځواکونو سره د مشورې او روزنې ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې هم مرستو ته ژمن دي.

نوموړي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته په اشاره وويل چې ياده پروسه حساس پړاو کې ده او شېبه په شېبه يې پايلو ته هيله مندي پيدا کېږي.

هغه زياته کړه چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول ښکېل اړخونه بايد جدي کار او هڅه وکړي.

په ورته مهال په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت پخواني قوماندان بريد جنرال ګيرهارد کلافوس چې يو کال يې دغه مسووليت پر غاړه درلود، خبريالانو ته وويل چې په وروستيو څو مياشتو کې د شمالي ولايتونو وضعيت ډېر کړکېچن شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.