اسعداباد- جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د پوځي عملياتو پر مهال داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځوکاونو پر دانګام ولسوالۍ د توپچي عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم مرکزونه له منځه تللي، پنځه وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ د موسی سر په تنګي سيمه کې نن شاوخوا لس بجې او څلويښت دقيقې د جيټ الوتکې په بريد کې د داعش وسله والې ډلې دوه پاکستاني غړي ووژل شول.
د ننګرهار ولايت مقام د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د داعش وسله والو پټنځای، يو ميل دهشکه او يو کلاشينکوف هم له منځه وړل شوي.
سرچينې زياته کړې، په همدې حال کې نن سهار شاوخوا لس بجې د ملي امنيت موظفينو د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو کلي کې د وسله والو طالبانو له يو پټنځای څخه دوه کړۍ ماينونه ترلاسه کړل چې ورسره د چاودنې پلته او يو اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
طالب او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن