د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د کرنې اړوند ډيجيټلي کتابتون جوړېږي

ننګرهار کې د کرنې اړوند ډيجيټلي کتابتون جوړېږي

Aug 21, 2019 - 15:26

جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د يوې موسسې په همکارۍ په جلال اباد ښار کې د کرنې اړوند ډيجيټلي کتابتون جوړوي.

د کرنې رياست وياند انعام الله مياخېل د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګرين    (Grain)  پروژې ساحوي مسوول نورعلي نور نن د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير سمیع الله نصرت سره وليدل.

نور وويل چې ‌د کرنې په برخه کې به د څېړونکو لپاره د چارو د اسانتیا په موخه ډیجیټل کتابتون د جوړیدو چارې يې پیل کړي.

نوموړي زياته کړه چې د ګرین (Grain) پروژې موخه د غنمو د کيفيت لوړوالی دی چې په ترڅ که به یې څېړونکو ته د ښه کار زمینه برابره کړي ترڅو د غنمو د کیفیت او کمیت د ښه والي په موخه څیړنې ترسره کړي. ن

د هغه په وينا، اداره يې د څېړږنکو لپاره زمینه برابروي څو د دوی ترسره شوې څېړنې په نړیوالو ژورنالونو کې چاپ شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريس سمیع الله نصرت د ګرین پروژې په مثبتو چارو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د چارو د ښه والي او بهبود په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement