د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هند ته د نشه يي توکو قاچاق افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي

هند ته د نشه يي توکو قاچاق افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي

Aug 21, 2019 - 10:41

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): په هندوستان کې د افغان سوداګرو په مالونو کې د نشه يي توکو له نيول کېدو وروسته د هند له خوا د افغان توکو پلټنه زياته شوې ده چې له امله يې سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.

د روان زېږديز کال د جولاى مياشتې په اوږدو کې هندي پوليسو دوه ځلې د افغانانو په ګډون يو شمېر قاچاقچيان نيولي چې د ميلياردونو هندي کلدارو په ارزښت هيروين یې قاچاق کړي وو.

افغان سوداګر شکايت کوي چې له يادې پېښې وروسته يې په هند کې ستونزې ډېرې شوې، مالونه يې سل فيصده تلاشۍ کېږي، وخت ډېر نيسي او هم يې د مالونو کيفيت خرابېږي.

د مجاهد صافي په نوم يوه افغان سوداګر چې هندوستان ته سوداګريز توکي صادروي وايي، کوم توکي چې له افغانستانه هندوستان ته د هوا، ځمکې او د بحر له لارې ورځي، اوس سخت تلاشي کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې توکو کې تازه او وچې مېوې وي چې د تلاشي پر مهال يې کارتنونه او پارسلونه شلول کېږي، ورسره بيا توکي زيانمن او خپل ارزښت له لارس ورکوي.

نوموړي غوښتنه کوي چې افغانستان او هندوستان دې د حکومتونو په کچه د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زيانمنه نه شي.

يو بل افغان سوداګر چې د نوم له څرګندولو ډډه کوي، پژواک ته وويل، د احمدشاه په نوم نيول شوى کس په اصل کې سوداګر نه دى، بلکې د همدې قاچاق لپاره يې سوداګري پيل کړې وه.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان سوداګرو يا ځينې کړۍ د افغانستان په داخل کې له قاچاقبرو سره همکارۍ کوي، ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي له هند سره دې د افغانستان ښې سوداګريزې اړيکې وي.

دى وايي: ((هندي پوليس مالونه دقيق ګوري، کارتنونه شکوي، دقيق يې چيک کوي، بيا يې بېرته نه جوړوي، په هماغه شليدلي حالت يې پرېږدي او وايي چې مال دې يوسه چې دې سره مال خرابيږي، هلته بيا کارتن نه پيدا کېږي.

بلخوا په کندهار کې د مېوې سوداګر هم وايي، له هغه وروسته چې په هند کې د احمد شاه په نوم يو افغان د هيروينو د قاچاق په تور نیول شوی، په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوي.

د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بينا پژواک خبري اژانس ته وویل، احمد شاه د سوداګرۍ مخینه نه لرله او نوی يې دغه کار پيل کړی و.

دی وايي، دلته ډېری سوداګر ۴۰ يا ۵۰ کلنه سابقه لري او سوداګري ورته له پلاره پاتې ده چې هر يو يې خپل مارک او کاري جواز لري او هېڅکله ناقانونه کار نه کوي.

د ده د معلوماتو له مخې، احمدشاه په دې وروستیو کې بهر ته د صادراتو کار پيل کړی و او ښايي دغه کار يې د يوه پلان له مخې د دې لپاره پیل کړی و چې نشه یي توکي قاچاق کړي.

بينا وايي، دغه نوي سوداګر هند ته ځيره صادر کړې وه چې د معلوماتو له مخې، د ځيرې په کارتنونو کې يې هيرويين ځای پر ځای کړي وو.

هغه دا يادونه هم وکړه چې دغه کس له کندهاره نه، بلکې له هراته سوداګري پيل کړې وه.

بینا وايي، له دې پېښې وروسته په هند کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې؛ ځکه د هند پولیس د افغان سوداګرو ټول مالونه له کارتنونو باسي او چیک کوي يې چې هم ډېر وخت نیسي او هم یې کیفیت ته زیان رسوي.

د نوموړي په وينا، د اموالو تلاشي او چیک د هند د پولیسو حق دی خو داسې نه چې د اموالو کارتنونه او پارسلونه څېري کړي، هغوی دغه کار د پرمختللو وسایلو په وسیله کولای شي.

نوموړي يادونه وکړه چې دغه ستونزه يې د هند له سفارت او بهرنيو چارو له وزارت سره د حل په موخه شريکه کړې ده.

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ناني اغا هم دغه خبره کوي او وايي، احمد شاه نومی سوداګر نه دی، بلکې دغه کار يې د پلان له مخې د قاچاق لپاره کړی دی.

دی وايي چې له دې پېښې وروسته د سوداګرو پر وړاندې په هند کې ستونزې ډېرې شوې، خو یادونه کوي چې هر سوداګر د سوداګرۍ جواز لري او کله هم ناقانونه کړنه او قاچاق نه کوي او هندي چارواکي باید دغه ټکي ته پام وکړي او سوداګرو ته ستونزې جوړې نه کړي.

د عزيز احمد په نوم د مېوې يو سوداګر هم ورته څرګندونې کوي او وايي، دغه کار د افغان سوداګرو د بدنامولو او هغوی ته د ستونزو جوړولو لپاره شوی دی.

ده پژواک ته وویل، اوس هندوستان په واګه بندر او د ډيلي هوايي ډګر کې چې د ځمکې او هوا له لارې مېوه او نور توکي ور صادرېږي، په داسې بڼه تلاشي او چیک کوي چې له کارتنونو او پارسلونو یې را وباسي او بېرته یې ګډوډ کړي سوداګرو ته سپاري.

د هندوستان په ممبۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ تجارتي اتشه عبدالنافع سروري وايي، د قاچاق د يادې پېښې له رامنځته کېدو سره افغان سوداګرو سره ځينې ستونزې پيدا شوې وې.

هغه پژواک ته وويل چې په ډيلي کې د افغانستان سفارت په هلو ځلو اوس دا ستونزه تر ډېره بريده هواره شوې او اوس افغان سوداګر په نورمال حالت خپل توکي هند ته صادروي.

سروري زياتوي چې د هندي رسنيو د راپورونو پر اساس په کوم کانټينر کې چې قاچاق نيول شوی د هرات له اسلام کلا څخه بندر عباس، بيا ممبۍ او له ممبۍ څخه ډيلي ته راوړل شوی و.

د سروري په وينا، هندي پوليس د دې قضيې په تړاو د احمدشاه په نوم يو افغان سوداګر تورن کړى، ترې پلټنې روانې دي خو تر اوسه دا ثابته شوې نه ده چې دا قاچاق خپله همدې سوداګر کړی او که کوم بل چا.

هغه زياتوي، څو پورې چې پلټنې پاى ته نه وي رسېدلې، دا ثابتول ګران دي چې په دې قضيه کې افغان سوداګر لاس لري.

دى وايي: ((موږ د هندوستان له اړوندو ادارو سره د قضيې د څرنګوالي او د ورته پېښو د مخنيوي په اړه له نږدې کار کوو او چې نور جزئيات معلومات شي له رسنيو سره به يې شريک کړو.))

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزى هم ياده ستونزه مني او وايي چې په ډيلي کې د قاچاق په تور د يو افغان تر نيول کېدو وروسته افغان سوداګرو ته ستونزې پيدا شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دوه مياشتې مخکې د هند پوليسو په ډيلي کې د مالونو له يوه ګودام څخه چې په کې د هندي، ايراني او افغاني سوداګرو توکي ساتل کېږي، نشه يي توکي ترلاسه کړي وو.

د الکوزي په وينا، پوليسو د ٣ افغانانو په ګډون ٢٥ کسان نيولي، له يادې پېښې وروسته د افغان سوداګرو پر وړاندې محدوديتونه او ستونزې زياتې شوې دي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه دقيقه شوې نه ده چې ياد نشه يي توکي له افغانستانه وړل شوي يا هلته ځاى پر ځاى شوي، په هند کې له سوداګرۍ اتشې سره په اړيکه کې يو، خو تر اوسه ټول جزئيات نه دي راکړل شوي.))

الکوزى وايي، له دې مخکې د هيروينو ترڅنګ له يوه کانټينره چې د پاکستان له واګې بندر څخه هند ته وړل شوى و، له يو نيم کيلو څخه زيات قاچاقچي سره زر نيول شوي وو.

د هغه په وينا، په ديلي کې چې کوم هيروين نيول شوي، دا د چابهار بندر له لارې دوبۍ او بيا هند ته قاچاق شوي دي.

ده زياته کړه چې د سرو زرو او هيروينو له قاچاق وروسته افغان سوداګرو ته يادې ستونزې پيدا شوې دي، مالونه يې دقيق تلاشي کېږي او بيا له سره تړل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند سمير رسا وايي چې په دې وروستيو کې د افغان سوداګرو د توکو او مالونو تلاشي ډېره شوې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په هند کې د افغانستان له سوداګريزې اتشې سره يې اړيکه نيولې، څو د افغان سوداګرو د مالونو د خرابوالي مخنيوى وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د هوايي دهلېز له لارې له هندوستان سره د افغانستان سوداګري په نورمال حالت کې روانه ده او د هوايي دهلېز سوداګرۍ له لارې د قاچاق کومه پېښه نه ده رامنځته شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي چې د قاچاق له يادې پېښې وروسته هندي حکومت ځيني قيودات وضع کړي دي.

هغه پژواک ته وويل، د نشه يي توکو قاچاق جرم دى، په هر هېواد کې چې دا ډول پېښې وشي، هغوى قيودات او محدويتونه وضع کوي.

د احمدي په وينا، يواځې په هند کې نه، په هر هېواد کې له دې ډول پېښو وروسته تلاشۍ او پلټنې زياتېږي.

خو هغه زياتوي، که چېرې د افغانانو حقوق نقضېږي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په هند کې افغان سفارت به یې ستونزې په جدیت څېړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement