ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند ته د نشه يي توکو قاچاق افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي

هند ته د نشه يي توکو قاچاق افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي

author avatar
21 Aug 2019 - 10:41
هند ته د نشه يي توکو قاچاق افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي
author avatar
21 Aug 2019 - 10:41

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): په هندوستان کې د افغان سوداګرو په مالونو کې د نشه يي توکو له نيول کېدو وروسته د هند له خوا د افغان توکو پلټنه زياته شوې ده چې له امله يې سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.

د روان زېږديز کال د جولاى مياشتې په اوږدو کې هندي پوليسو دوه ځلې د افغانانو په ګډون يو شمېر قاچاقچيان نيولي چې د ميلياردونو هندي کلدارو په ارزښت هيروين یې قاچاق کړي وو.

افغان سوداګر شکايت کوي چې له يادې پېښې وروسته يې په هند کې ستونزې ډېرې شوې، مالونه يې سل فيصده تلاشۍ کېږي، وخت ډېر نيسي او هم يې د مالونو کيفيت خرابېږي.

د مجاهد صافي په نوم يوه افغان سوداګر چې هندوستان ته سوداګريز توکي صادروي وايي، کوم توکي چې له افغانستانه هندوستان ته د هوا، ځمکې او د بحر له لارې ورځي، اوس سخت تلاشي کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې توکو کې تازه او وچې مېوې وي چې د تلاشي پر مهال يې کارتنونه او پارسلونه شلول کېږي، ورسره بيا توکي زيانمن او خپل ارزښت له لارس ورکوي.

نوموړي غوښتنه کوي چې افغانستان او هندوستان دې د حکومتونو په کچه د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زيانمنه نه شي.

يو بل افغان سوداګر چې د نوم له څرګندولو ډډه کوي، پژواک ته وويل، د احمدشاه په نوم نيول شوى کس په اصل کې سوداګر نه دى، بلکې د همدې قاچاق لپاره يې سوداګري پيل کړې وه.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان سوداګرو يا ځينې کړۍ د افغانستان په داخل کې له قاچاقبرو سره همکارۍ کوي، ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي له هند سره دې د افغانستان ښې سوداګريزې اړيکې وي.

دى وايي: ((هندي پوليس مالونه دقيق ګوري، کارتنونه شکوي، دقيق يې چيک کوي، بيا يې بېرته نه جوړوي، په هماغه شليدلي حالت يې پرېږدي او وايي چې مال دې يوسه چې دې سره مال خرابيږي، هلته بيا کارتن نه پيدا کېږي.

بلخوا په کندهار کې د مېوې سوداګر هم وايي، له هغه وروسته چې په هند کې د احمد شاه په نوم يو افغان د هيروينو د قاچاق په تور نیول شوی، په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوي.

د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بينا پژواک خبري اژانس ته وویل، احمد شاه د سوداګرۍ مخینه نه لرله او نوی يې دغه کار پيل کړی و.

دی وايي، دلته ډېری سوداګر ۴۰ يا ۵۰ کلنه سابقه لري او سوداګري ورته له پلاره پاتې ده چې هر يو يې خپل مارک او کاري جواز لري او هېڅکله ناقانونه کار نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.