د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټرمپ : له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل ځنډېداى شي

ټرمپ : له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل ځنډېداى شي

Aug 21, 2019 - 18:55

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې له طالبانو سره "ښې خبرې" روانې دي، خو اندېښنه هم څرګندوي چې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو وتل له ځنډ سره مخ کېداى شي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ټرمپ دا څرګندونې پرون په سپينې ماڼۍ کې د رومانياله ولسمشر سره تر ليدنې وروسته خبريالانو سره کړې دي.

ډونالډ ټرمپ زياته کړې، دا هم نه شي ويلى چې دسولې تړون به امريکا او يا طالبانو ته د منلو وړ  وي يا نه.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له امريکا سره د طالبانو نهم او پرېکنده پړاو خبرې سبا په قطر کې پيليږي او ددې خبرو مهمه موضوع د امريکايي ځواکونو وتل دي.

د امريکا ولسمشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا پر طالبانو باور کېداى شي، وويل چې  پر هيچا باور نه شي کېداى.

نوموړي يو ځل بيا افغانستان د ترهګرو پوهنتون ياد کړ او ويې ويل، د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره غير اتومي بم کارولى شي، خو نه غواړي سلګونه زره افغانان ووژني.

ټرمپ تېره مياشت هم دا ډول څرګندونې کړې وې چې د افغان د سياسيونو او افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوى و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement