د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ډېر خلک د طبي بوټو په وسیله درملنه کوي

په کندهار کې ډېر خلک د طبي بوټو په وسیله درملنه کوي

Aug 21, 2019 - 11:57

کندهار (پژواک، ٣٠ زمری ۹۸): که څه هم عصري طبابت پرمختګ کړی خو په کندهار کې اوس هم ډېری خلک خپله درملنه په یوناني درملو او طبعي بوټو باندې کوي.

په کندهار کې لسګونه داسې ځایونه شته چې له طبي بوټو جوړ شوي درمل پلوري او د خلکو درملنه کوي.

په کندهار کې د یوناني طبیبانو د ټولنې مشر حکیم خان تره کی وايي، په اسیا کې تر ۴زره ډوله ډېر طبي بوټي شته چې له دې ډلې ۱۰۵۰ ډوله یې په افغانستان کې پیدا کېږي خو ۳۵۰ ډوله طبي بوټي بیا داسې دي چې یوازې په افعانستان کې پیدا کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څه لامل شوی چې په هېواد کې د یوناني طب د طبیبانو شمېر ډېر شي او خلک هم د طبي بوټو په وسیله درملنې ته وهڅېږي.

دی زیاتوي، په دې توګه له بهره د را واردېدونکو بې کیفیته یوناني درملو مخنیوی هم شوی، ځکه یوناني طبیبان په کور دننه له طبي بوټو درمل جوړوي.

ده یادونه وکړه چې دغه ټولنه په کندهار کې د زده کړو یو مرکز هم لري چې طبیبانو ته په له طبي بوټو د درمل جوړولو او درمللو لارې چارې ښايي.

خو تره کى ګیله کوي چې دغه هر څه د حکومت له سرپرستۍ پرته کوي او هغوی په دې برخه کې ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

دی وايي، دولت نه یوازې په دې برخه کې کومه طرحه نه لري، بلکې بهرنیو هېوادونو ته یې له افغانستان څخه په ډېره ټیټه بیه د طبي بوټو د لېږد په مخنیوي کې هم څه نه دي کړي.

تره کی زیاتوي، دغې چارې په افغانستان کې د ځینو طبي بوټو د له منځه تلو خطر ډېر کړی دی.

نوموړی له حکومته غواړي چې دغې چارې ته پاملرنه وکړي، د طبي بوټو صادرات دې قانوني شي څو په بهرنیو هېوادونو کې په لوړه بیه وپلورل شي.

په کندهار کې دا مهال شاوخوا ۵۰ تنه یوناني طبیببان شته چې په خپله له طبي بوټو درمل جوړوي او د ناروغانو درملنه کوي.

محمدشاه بها د کندهار ښار یو له هغو طبیبانو دی چې له طبي بوټو د جوړو درملو درملتون ري او د خلکو درملنه کوي.

ده پژواک ته وویل، د طبي بوټو په وسیله درملنه تاریخي مخینه لري چې په کندهار کې هم په دې وروستیو کې غوړېدلې ده.

د ده په خبره، دغه درمل جانبي عوارض نه لري او د ناروغانو په درملنه کې ډېر نتیجه ورکوي.

دی وايي، ډېری ناروغان چې د عصري طبابت له درملنې ستړي شوي دوی ته مراجعه کوي او ډېر یې د دوی له درملو سره جوړېږي.

محمد انور د معدې ناروغ دی چې څو ځله یې یوناني درمل اخیستي دي.

نوموړي پژواک ته وویل، د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره ډېرو ډاکټرانو ته ولاړ خو درملو ورته ګټه نه کوله، بالاخره چا مشوره وکړه چې یوناني درمل واخلي، همداسې یې وکړل او اوس یې ناروغي ښه شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، د عامې روغتیا وزارت پر دې کار کوي چې د طبي بوټو په وسله د درملنې او یوناني طبابت اړوند یوه کړنلاره جوړه کړي.

هغه زیاته کړه، له دې کړنلارې د وزارت موخه دا ده چې له دې لارې په کېدونکې درملنه کې خلکو ته د زیان اوښتو مخینوی وکړي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي هم وايي چې د طبي بوټو په ساتنه او له هغو د درملو په جوړولو کې له حکیمانو سره مرسته نه ده شوې.

نوموړي پژواک ته وویل، دغه ریاست تازه کار پيل کړی څو په دغه ولایت کې پیدا کېدونکي طبي بوټي ثبت او راجستر کړي.

دغه راز ده هم ومنله چې ځيني طبي بوټي په غير قانوني توګه نورو هېوادونو ته قاچاقېږي چې باید مخنیوی یې وشي.

که څه هم طبي بوټي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي خو دا چې دولت په دې برخه کې ځانګړې برنامه نه لري نو افغان کروندګرو ته یې خاصه ګټه نه ده رسېدلې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement