اسعد اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): چارواکي وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوه حمايوي دارالمعلمين امر وژل شوی دى.
د کونړ مرستيال والي ډاکتر ګل محمد بيدار د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو ترمنځ پر لويه لاره د ډب بروړو په سيمه کې پر يو ملکي موټر ډزې کړې، دوه ملکي وګړي يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
هغه زياتوي چې په وژل شوو کې د ناړۍ ولسوالۍ د حمايوي دارالمعلمین امر هم شامل دى، نور مړه او ټپيان هم ملکي وګړي دي.
د کونړ د پوهنې رييس مجيب الرحمن همدرد وايي چې د ناړۍ ولسوالۍ د حمایوي دارالمعلمین امر نسيم سحر تېره ورځ د ولايت مرکز اسعداباد ته د دارالمعلمينو مياشتنۍ غونډې ته غوښتل شوی و.
هغه زیاتوي، چې نوموړى په لیني سراچه موټر کې بېرته ناړۍ ولسوالۍ ته په لاره و، چې د وسله والو له خوا پرې ډزې شوې او وژل شوی دى.
نن له غرمې مخکې په اسعد اباد ښار کې د هغه غايبانه جنازه وشوه چې په کې والي، د معارف مسوولينو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
تر اوسه د دې وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن