ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو او پټروليم وزارت ټولې برخې برېښنايي شوې دي

د کانونو او پټروليم وزارت ټولې برخې برېښنايي شوې دي

author avatar
21 Aug 2019 - 15:41
د کانونو او پټروليم وزارت ټولې برخې برېښنايي شوې دي
author avatar
21 Aug 2019 - 15:41

کابل (پژواک، ٣٠ زمری ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د روڼتیا، حساب ورکونې، د اداري چارو د اسانتیا او فساد د کموالي په موخه یې ددغه وزارت سیستمونه برېښنايي کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دوی تازه د مخکني او سنتي سیستم پر ځای د حکومت ولۍ نوی برېښنايي سیسټم جوړ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پژواک ته وویل، یاد وزارت دې کاله مخکې د کارونو د اسانتیا او له زاړه سیستمه چې د فساد او سست کار لامل و د وتلو لپاره پرېکړه وکړه چې ټولې ادارې برېښنايي کړي.

هغه زیاته کړه، د اداري سیستمونو په برېښنايي کېدو د فساد کچه ټيتېږي او هېوادوالو ته خدمتو چټک کېږي.

د مطفي په خبره، درې کاله مخکې د لارې نقشې نشتون او د کانونو وزارت په حقوقي او تشکیلاتي جوړښټ کې نیمګړتیاوې او دغه راز د اړتیا وړ وړتیا نه نه موجودیت ددې لامل و چې دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ او برېښنايي حکومت ولۍ په برخه کې یوازې د ورځې د اړتیا مطابق لومړني کارونه ترسهر کړي.

ددغه په خبره، دغه وزارت د کانونو د لارې د نقشې په رڼا او د استخراجي صنایعو د اصلاحاتو د ستراتیژۍ پر مټ وتوانېدو چې د کانونو په سکتور کې د اصلاحاتو، روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په استفاده عملي او معیاري ګامونه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، دغه وزارت اوس توانېدلی چې د روڼتیا او حساب ورکونې او دغه راز د برېښنايي حکومتولۍ د ترویج په برخه کې د کمپيوټر پر مټ اطلاعاتي سیستمونه طرح، ډیزاین او عملي کړي.

د معلوماتي ټکنالوجۍ زېربنا (د معلوماتو د مرکز سیستم)

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل، دغه وزارت په ۱۳۹۷ کال کې په لوړ ظرفیت د وزارت د معلوماتو مرکز ډیزاین او جوړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دغه مرکز سره پنځه ولایتونه (کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او پروان) له یو بل سره تړل شوي او ټاکل شوې سږ کال پنځه نور ولایتونه هم له دې شبکې سره وتړل شوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مرکز په منل شوي نړیوال مدل (Cisco Enterprise Architecture) ډیزاین شوي کولای شي د کانونو او پټرولیم وزارت د پنځوس کلونو اسناد زېرمه کړي او په هېواد کې د کانونو د صنعت پراختیا او د برېښنايي حکومتولۍ د بهیر ترویج چټک کړي.

نوموړي وویل، دغه مرکز د دیجیټلي اړیکو د بنسټیز کېدو، د روڼتیا او حساب ورکونې د رامنځته کېدو، د اطلاعاتي سیستمونو د مدیریت او د برېښنايي حکومتدارۍ د ترویج په موخه په یاد وزارت کې جوړ شوی دی.

هغه روښانه کړه چې ددغه مرکز له لارې د کانونو وزارت د جیولوجیکي، کادستري او نورو معلوماتو ساتنه او مدیریت کېږي.

د معلوماتو مدیریت یا د برېښنايي حکومتولۍ سیستمونه

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل چې د تېر کال د غیر مالیاتي عایداتو سیستم د کانونو د غیرمالیاتي تړونونو د عایداتو د تولید د څارنې او پروسس لپاره طرح، ډیران او عملي شو او تر اوسه په دغه سیستم کې  د کانونو د تېرو لسو کلونو د تړونونو له درکه ۹۹۰۰ ورکړې رسول شوې او په خپل سري ډول کنټرولېږي.

دده په خبره دغه سیستم سربېره پر دې، په هغه صورت کې چې دولت د بېلا بېلو اسعارو د ورکړې اجازه ورکړي کولاي شي د یو بل پر وړاندې د اسعارو ارزښت معلوم کړي.

د کانونو تړونونو مديريت یا د کانونو  د کادستر مديريت سيستم (MCAS)

عبدالقدیر مطفی وویل د کانونو مديريت کادستر سيستم (MCAS)    تېرکال په دې وزارت کې د پروسس، مديريت، د کانونو جوازونو په اړه  د راپور ورکولو او د تړونونو زياتو برخو د مديريت لپاره چې غوښتنليکونه، جوازونه، د امتيازونو مالکان او ذينفع مالکين په کې شامل دي د کورديناتو پر بنسټ د کانونو موقعیت په موخه، طرح، ډېزاين او پلی شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې سيستم کې د تېرو لسو کلونو تړونونه او نوي ترسره شوي تړونونه چې نږدې ۱۰۲۰ تړونونه کېږي، ثبت شوي دي.

په کوچنۍ کچه د کان کيندنې لپاره د انلاين غوښتنليکونو ثبت سيستم

د کانونو او پتروليم وزارت وياند وويل چې د روان کال په وری میاشت کې د لومړي ځل لپاره په اداره کې د روڼټيا رامنځ ته کولو او د برېښنايي حکومتولۍ دود کولو لپاره یې په کوچنۍ کچه د کان کيندنې د انلاین غوښتونليکونو ثبت سيستم په هغو سيمو کې چې ودانيز توکي چمتو کوي د غوښتونکو په واک کې ورکړل شو.

د هغه په خبره، په دې سيستم کې د کانونو د بشپړو ځانګړنو په اړه غوښتونکي ته بشپړ معلومات ورکول کېږي، او شرکتونه کولی شي چې خپل غوښتنليکونه ځانګړو سيمو کې د کان کيندنې لپاره په برېښنايي ډول ثبت کړي.

د نوموړي معلوماتوپر بنسټ، له دې سيستم څخه په ګټې اخيستنې ۴۲ کاني سيمې په کابل، پروان، باميان، ميدان وردګو، لوګر، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې اعلان ته وړاندې شوي دي او تر اوسه نږدې ۶۰ غوښتنليکونه په انلاين ډول ثبت شوي دي.

د دندو او مکتوبونو د تعقیب سيستم

د کانونو او پټروليم وزارت د وياند له معلوماتو سره سم، دا سيستم درې عمومي برخې (مکتوبونه، د دندو مصوباتو او احکامو تعقیب) لري.

د سترو کانونو د برخو له دندو د تعقیب سيستم

مطفي دغه راز وویل چې دا سيستم په روان کال کې له پروژو څخه د څارنې لپاره جوړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دې سيستم کې، د ادارې مشر د هرې برخې مسوول ته دندې سپاري او بيا ترې پوښتنې او ګروېګنې کېږي.

هغه يادونه وکړه چې دا سيستم په يادو برخو کې د فعاليتونو د کره ارزونې لپاره رامنځ ته شوی دی.

د جيولوجيکي راپورونو سيستم

عبدالقديرمطفي وويل چې په روان کال کې د جيولوجيکي اطلاعاتي سروي ګانو د سيستم پراختيا په موخه د طبيعي منابعو کلکسيون امريت لپاره ډيتابيس طرحه، ډيزاين او پلی شو.

نوموړي زياته کړه چې دې سيستم کې د مرکز او ولايتونو کانونو ټول راپورونه له جزيياتو سره زېرمه کېږي او دغه راز د اړوند کان موقعيت د ګوګل مپ له لارې د هغو کورديناتو له لاري چې په سيستم کې ذخيره کېږي، معلوموي.

هغه وويل چې دا سيستم په مرکز او ولايتونوکې د کانونو په اړه د راپورونو زیرمه کولو لپاره جوړ شوی چې کوردينات، ثبت شوې زيرمې، احتمالي زيرمې او داسې نور موارد له سکن راپور او د نقشي اړوند راپور په کې زېرمه او له دې لارې مديريت کېږي.

د کارکونکو د کړنو ارزونې سيستم

مطفي وويل چې دا سيستم په شفاف ډول د کارکونکو د فعاليتونو د ارزوني لپاره د کانونو او پټروليم وزارت د بشري منابعو رياست لپاره طرح، ډيزاين او پلی شوی دی.

هغه زياته کړه چې په دې سيستم کې د کارکونکو ارزونې اړوند ټول اړين معلومات زېرمه کېږي او له دې لارې د کارکونکو ارزونه په روڼ ډول ترسره کېږي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.