مزار شريف ( پژواک، ۳۰زمری ۹۸) د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۵ ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم تر سره شول.
دغه مراسم د زمري په ۳۰مه ، د حسنيې دارالعلوم له خوا جوړ شوي وو.
د دغو مراسمو يو تن جوړوونکي سيد محمد حسيني پژواک ته وويل چې دغو مراسمو کې يې د هغو کوژده شويو هلکانو او نجونو ودونه وکړل چې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ وو.
د هغه په خبره هرې جوړې ته د واده د لګښت تر څنګ د ۳۵ زره افغانيانو په ارزښت جهيز هم اخيستل شوی، چې قالينه، توشکې، د اشپزخانې وسايل او نور د اړتيا وړ توکي په کې شامل دي.
نوموړي زياته کړه، ټول ټال په دغو مراسمو دوه ميليونه او پنځه ويشت زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
حسيني د خپلو خبرو په دوام کې وويل، دغه ډله ييز واده لپاره شاوخوا ۳۰۰ کوژده شويو نجونو او هلکانو ثبت نام کړی وو، چې د ټاکل شوي هيئت له خوا ۷۵ جوړې مسحقې وګڼل شوې.
د هغه په وينا، د دغه واده لګښت حسنيه دارالعلوم او يو شمېر سوداګرو له خوا ورکړل شوی دی.
په ورته مهال د ډله ييز واده د دغو مراسمو ګډونوال هم له زياتو لګښتونو څخه د مخنيوي لپاره دا ډول ودونه اغېزمن بولي.
۲۴ کلنه صديقه د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې نن يې مزارشريف کې د ډله ييز واده مراسمو په ترسره کېدو د خپل ژوند له ملګري سره واده وکړ.
هغې پژواک ته وويل، درې کاله وړاندې يې کوژده کړې وه؛ خو د خاوند کورنۍ خراب اقتصادي وضعيت له امله يې د واده کولو وس نه درلود.
هغه زياتوي، دوه مياشتې وړاندې يې زړه نا زړه په حسنيه دارالعلوم کې د ډله ييز واده لپاره ثبت نام وکړ؛ خو په وينا يې چې له نېکه مرغه د ټاکل شوي هيئت له خوا مستحق وګڼل شول.
د صديقې په خبره په خپل چم ګاونډ کې ډېر داسې ځوانان او نجونې پېژنې، چې د ناوړه اقتصادي ستونزو له امله ګډ ژوند نه شي پيل کولی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن