ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان: پاکستان د سيمې د سولې او ثبات لپاره ژمن نه دی

افغانستان: پاکستان د سيمې د سولې او ثبات لپاره ژمن نه دی

author avatar
22 Aug 2019 - 17:18
افغانستان: پاکستان د سيمې د سولې او ثبات لپاره ژمن نه دی
author avatar
22 Aug 2019 - 17:18

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان د سيمې او افغانستان د سولې او ثبات لپاره ژمنتيا نه لري.

د افغانستان حکومت دا څرګندونې د پاکستان د هغو بريدونو په غبرګون کې کړي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر کونړ ولايت کې کړې دي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال پرون پژواک ته ويلي وو چې له تېرو دوو ورځو راهيسې پاکستاني پوځيانو پر دغه ولايت ٧٢٠ توغندي توغولي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د زمري په ٣١مه په ټولنيزه شبکه تويټر کې ليکلي چې د افغانستان حکومت د پاکستان دغه بريدونه په کلکه غندي.

هغه زياته کړه، پر کونړ د پاکستان راکټي بريدونو له ټولو نړيوالو اصولو او نورمونونو سرغړونه ده.

صديقي ويلي: "دغه کارونه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتيا ښيي."

د کونړ چارواکي وايي چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې په پرله پسې ډ،ل پر دغه ولايت راکټي او توغنديز بريدونه کوي چې له امله يې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ ډېر مالي زيانونه اوښتي او زرګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني له سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يو څه ښې شوې وې، خو افغان حکومت وايي چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان پر ضد د افغان حکومت له خوا يو ځل بيا نيوکې زياتې شوې او څرګندونې یې ترخې شوې دي.

ولسمشر اشرف غني دوه ورځې مخکې په کابل کې د ناټو د ګډو ځواکونو او په اروپا کې د امریکا د عمومي قوماندانۍ له ارشد قوماندان ټوډ ولټرز سره د ليدنې پر مهال ويلي وو چې طالبان باید د افغانستان خلکو ته له پاکستان او نورو ترهګرو دلو سره د خپلو اړيکو په اړه سپيناوى ورکړي.

هغه زياته کړې وه، د طالبانو ډله د پاکستان په خاوره کې له پټنځای پرته خپل موجودیت ته دوام نه شي ورکولای.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل او جلال اباد وروستۍ چاودنې غندلې او دا يې ترهګريزې پېښې ګڼلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.