ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بهرني ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي”

“بهرني ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي”

author avatar
22 Aug 2019 - 14:41
“بهرني ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي”
author avatar
22 Aug 2019 - 14:41

ګردېز (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): په سوېل ختيځ زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان وايي چې له افغان ځواکونو سره يې په همکاريو کې بدلون نه دی راغلی او خپل ماموريت ته به دوام ورکوي.

په سوېل ختيځ زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال ليګ ټنګي دا خبرې په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د ټاکنو د امنيت په اړه د سوېل ختيځ زون د پکتيا، لوګر، پکتيکا، خوست، غزني او میدان وردک ولايتونو له امنيې قوماندانانو سره په ګډه ناسته کې وکړې.

ټنګي وويل چې د سولې له روانو خبرو سره د غوڅ ملاتړ په ماموريت کې بدلون نه دی راغلی او د ټاکنو پروسې په ګډون هر وخت له افغان ځواکونو سره مرستې ته چمتو دي.

جنرال ليګ ټنګي وويل: ((زه ډاډ درکوم چې د متحده ايالتونو او غوڅ ملاتړ ماموريت په همکاريو کې بدلون نه دی راغلی.))

د يادو ولايتونو امنيتي مسوولينو په خپلو اړوندو ولايتونو کې پر امنيتي حالت خبرې وکړې او د شته ننګونو يادونه يې وکړه.

د دوی له ډلې د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمدعثمان جانباز په زرمت، جاني خېل، ځاځي اريوب او سيدکرم ولسواليو کې ځينې امنيتي ستونزې يادوي، خو وايي هڅه کوي چې د يادو ولسواليو په مشخصو سيمو کې هم امنيتي ستونزې را کمې يا حل کړي.

جانباز وويل: ((د پکتيا امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه دی، کومې اندېښنې چې خلک لري، زه هغوی ته ډاډ ورکوم چې موږ به چا ته اجازه ورنه کړو چې دا ملي پروسه مختله کړي.))

همدارنګه د لوګر امنيه قوماندان سمونوال فضل خدا مخلص وايي چې د لوګر د شپږ ولسواليو له ډلې په درېیو کې د ټاکنو ترسره کېدو پر وړاندې امنيتي ستونزې زياتې دي.

مخلص وويل: ((په بره کي برک، څرخ او خروار کې يو څه ستونزې شته. يو لړ موثر عمليات اجرا شوي. نن شپه هم په ازره ولسوالۍ کې د ادم کوچي په مرکز عمليات شوي او نهه مخالفين وژل شوي دي.))

دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازی وويل چې د دغه ولايت سخت او پراخ او جغرافيوي موقعيت ته په کتو  په ډېرو ولسواليو کې ستونزې دي چې په خبره يې په دې وروستيو کې د ګډو عملياتو په مټ راکمې کړې او اوسمهال د ټاکنو پر وړاندې لوی امنيتي خنډ نلري.

نيازي پژواک ته وویل: ((موږ په پکتيکا کې چې کوم سايټونه مشخص شوي، هېڅ مشکل نه لرو. ما په جلسه کې هم دا خبره وکړه چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم هلته کوم مشکل پيدا نشو، موږ بيا هم پلانونه او چموتوالى لرو. زه پکتيکاوالو ته د امنيت ډاډ ورکوم، په ټاکنو کې دې برخه واخلي.))

که څه هم امنيتي مسوولين د ټاکنو د امنيت ډاډ ورکوي، خو د تېرو ټاکنو درغليو او ستونزو ته په کتو راتلونکو ټاکنو کې د خلکو ګډون باور او لېوالتيا کمه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.