خوست ښار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): په خوست ولايت کې د ۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې څو پروژو پيل شوې.
د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي د زمري په ٣١مه د يادو پروژو د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پروژو کې د ښار داخلي سړکونه، ويالې، کثافت دانۍ او د ښاروالۍ پنځمې ناحيې اداري تعمير شامل دي.
محمدزی وايي چې د دغو پروژو چارې به په راتلونکو شپږو مياشتې کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د هغه په خبره چې د تېرو درېیو کلونو په موده کې خوست ښاروالي په دې وتوانېده چې د خپلې بودجې پر مټ ۱۶ کيلومتره سړکونه په اساسي ډول ورغوي.
ده زياته کړه پاتې ۱۸ کيلومتره د ښار داخلي سړکونه چې بيارغونې ته اړتيا لري، په نږدې راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.
ورته مهال د خوست والي مرستيال عبدالواحد پټان د يادو پروژو د پيل پر مهال له پژواک اژانس سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې دا پروژې به په ښه کيفيت ترسره کېږي.
نوموړي وويل، ولايت مقام ژمن دی چې نه يواخې د دې پروژو، بلکې د بيارغونې ټولو هغه پروژو چې دا مهال يې کارونه روان دي، پر وخت نظارت ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن