جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار پوهنتون کې له انګریزي ښکېلاکه د خپلواکۍ ګټلو اتل غازي میرزمان خان د ژوند او کارنامو یو ورځنی علمي سيمینار جوړ شو چې په کې د ختیځو ولایتونو لسګونو کسانو ګډون کړی و.
ميرزمان خان په ١٢٤٨ لمريز کال کې د کونړ د لمټک په کلي کې زېږېدلی، د انګريزانو پر وړاندې د افغان ازادي غوښتونکي غورځنګ چې مشري يې شاه امان الله خان غازي کوله، د کونړ ياد څلورمې جبهې قوماندان پاتې شوی دی.
نوموړي ته د همدې قربانۍ او قهرمانۍ له امله امان الله خان د غازي لقب ورکړ او په ډيرو ډاليو يې نازولی و.
د غازي ميرزمان خان د ژوند او کارنامو په تړاو د ننګرهار پوهنتون، علومو اکاډمۍ او زماني فونډېشن له لوري د زمري په ۳۱مه جوړ شوي علمي سيمينار ته د وينا پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د دغه سيمينار موخه د غازي ميرزمان خان ياد تازه کول دي.
هغه وویل، چې د شاه غازي امان الله د علمي سيمينار ۱۷ مقالي يې د کتاب په بڼه چاپ کړي او د دغه سيمینار مقالې به هم د کتاب په بڼه چاپ کړي چې راتلونکي نسلونه له تېر تاریخه ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، د غازي ميرزمان خان کورنۍ د پيل شوې مبارزې په لاره کې شاوخوا ۱۳ کاله زندان او ۸ کاله تنفيذ تېر کړی، پر مهال یې د کورنۍ ۳۰ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا، غازي مير زمان خان د خپلو ښو کارنامو له امله د ختیځ زون پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، چې د خپلواکۍ د بېرته ګټونکي غازي امان الله په بشپړ ملاتړ ترلاسه کولو سره د ختیځ زون د رئیس تنظیمه په توګه هم وټاکل شو.
په دې سیمینار کې د ولسمشر محمد اشرف غني رالېږل شوی پيغام د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد ولوست.
په پيغام کې د سيمینار له جوړوونکي او ګډونوالو مننه شوې وه چې د هېواد د ویاړلو اتلانو یاد تازه کوي. ولسمشر دغه راز د ازادۍ په بېرته ترلاسه کولو کې د غازي میرزمان خان کړې هڅې او قربانۍ هم ستایلې وې .
د ننګرهار پوهنتون ريیس دوکتور خلیل احمد بهسود وال د خپلو وینا پر مهال د اتل غازي میرزمان خان د ژوند او کارنامو په اړه خبرې وکړې.
د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد پوهنوال ببرک میاخېل د ازادۍ جګړه او غازي میر زمان خان، د علومو اکاډمۍ غړي ډاکټر شریف ځدران د غازي میرزمان خان کارنامې، د پښتو ژبي او ادب څانګې مشر استاد پوهاند فضل ولي ناګار لوی خان د خپلو پوځي نوښتونو او تاریخي کارنامو په هنداره کې، پوهندوی محمد داود وفا په خیبر محاذ د غازي میر زمان سیوری، د علومو اکاډمۍ غړي احسان الحق کبیر په ولسي ادبیاتو کې غازي میرزمان خان یاد او پوهنیار ګل رحمان مشفق د خپلواکۍ څلورمې جبهې اهمت تر عنوانونو لاندې لیکلې مقالې ولوستې.
غازي ميرزمان خان ته د بي سارو خدمتونو او سرښندنو په وياړ د وفا مډال، د لوی خان مډال، د خدمت مډال او د صداقت مډال هم ورکړ شوي دي چې هر يو سره نغدي او د ځمکو امتيازات هم ملگري وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن