ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار پوليسو د شپږو امنیتي سرتېرو وژونکی ماشوم نیولی”

“د ننګرهار پوليسو د شپږو امنیتي سرتېرو وژونکی ماشوم نیولی”

author avatar
22 Aug 2019 - 17:06
“د ننګرهار پوليسو د شپږو امنیتي سرتېرو وژونکی ماشوم نیولی”
author avatar
22 Aug 2019 - 17:06

جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له لوري روزل شوی هغه ۱۳ کلن ماشوم يې نيولى چې شپږ امنيتي سرتېري يې وژلي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د زمري په ۳۱مه له امنيه قوماندان سره په يوه ګډه امنيتي خبري غونډه کې وويل، د امام الدین په نوم شاوخوا ۱۳ کلن ماشوم چې  د خوست ولایت د ګلاندر سیمې اصلي اوسیدونکی دی، د وسله والو طالبانو له لوري له خانګړې روزنې وروسته په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو لپاره ګومارل شوى و.

هغه زياته کړه چې دغه هلک په بېلابېلو وختونو او سيمو کې شپږ  امنيتي سرتېري په جلال اباد ښار کې وژلي دي.

والي وويل، ياد ماشوم د امنيې قوماندانۍ پولیسو له لوري نیول شوی او پر خپلو ټولو کړنو يې اعتراف هم کړی دی .

نیول شوي ماشوم چې بشري حقونو ته د درناوي له امله یې روښانه انځور رسنیو ته ونه ښودل شو، په خپلو خبرو کې اعتراف کړی چې له تېرو ۷ میاشتو راهیسې په جلال اباد ښار کې ترهګريز فعاليتونه يې کړي او شپږ سرتېري يې وژلي دي.

یاد ماشوم د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې پولیسو له لورې په رسمي ډول د ماشومانو څآرنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.