ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د حکمتيار کمپايني غونډې ته څېرمه دوه راکټونه لګېدلي

ميدان وردګو کې د حکمتيار کمپايني غونډې ته څېرمه دوه راکټونه لګېدلي

author avatar
22 Aug 2019 - 15:16
ميدان وردګو کې د حکمتيار کمپايني غونډې ته څېرمه دوه راکټونه لګېدلي
author avatar
22 Aug 2019 - 15:16

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د حزب اسلامي د مشر او ولسمشرۍ د نوماند ګلبدين حکمتيار کمپاين غونډې ته څېرمه دوه راکټونه ولګېدل، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

دا مهال د ولسشمرۍ د ١٦ نوماندانو له خوا ټاکنيزې مبارزې روانې دي.

د دغو مبارزو په لړ کې نن ګلبدين حکمتيار د ميدان وردګو په مرکز کې د غازي کريم خان په تالار کې غونډه جوړه کړې وه.

  د غونډې ګډونوال نقيب الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غونډې پر مهال د غازي کريم خان تالار  په شاوخوا پنځوس مترۍ کې په داسې حال کې دوه راکټونه ولګېدل چې حکمتيار وينا کوله.

دی زياتوي، تر دغه بريد وروسته ډېر کم کسان له غونډې ووتل او پاتې نور په غونډه کې وو او غونډه له مهالويش سره سمه پاى ته ورسېده.

خو د حزب اسلامي د مطبوعاتي ډلې غړى فضل غني حقمل وايي چې دغه راکټونه له غونډې دوه تر درې کيلومتره لرې ولګېدل،  خو غونډه تر هر ډول مزاحمت پرته په نورمال ډول پای ته ورسېده.

د ده په وينا، د ميدان وردګو په مرکز کې د راکټونو لګېدل يو معمول کار دى؛ ځکه چې دغه ولايت ناامن دى او تر دې مخکې هم ورته بريدونه په کې شوي دي. 

خو د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزی وايي چې نن په ميدان ښار کې هېڅ راکټ نه دى لګېدلى.

د ننني راکټي بريد مسووليت چا نه دى منلى.

طالبانو مخکې له خلکو غوښتي چې په ټاکنيزو پروسو کې دې برخه نه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.