ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چرګانو فارمونو په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړې ده

ننګرهار کې د چرګانو فارمونو په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړې ده

author avatar
22 Aug 2019 - 11:48
ننګرهار کې د چرګانو فارمونو په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړې ده
author avatar
22 Aug 2019 - 11:48

جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): په ننګرهار کې د چرګانو د روزنې شاوخوا ۲۵۰۰ فارمونه دي چې هم يې په کور دننه د خلکو اړتيا پوره کړې او هم په کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

بلخوا فارم لرونکي شکايت کوي چې دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او د ځينو ستونزو موجوديت کې کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

په بازار کې لا هم پاکستاني چرګان شته، د چرګانو د دانې کمښت او د چرګوړو د توليد فابريکو نشتوالی هغه ستونزې دي چې فارم لرونکي یې لري.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو له هغو سيمو ده چې د چرګانو فارمونه په کې زيات دي، د دغو فارمونو له ډلې يو يې هم د ولسوالۍ اړوند سراچې سيمې کې دی.

په دوه منزله ودانۍ کې جوړ شوی دا لوی فارم چې په هره روزنيزه څلوېښت ورځنۍ دوره کې په کې د ۲۰۰۰ چرګانو روزل کېږي، په مستقيم او غير مستقيم ډول يې ګڼو خلکو ته کاري زمينه برابره کړې ده.

حاجي محمد اسحاق قريشي چې په خپله څلور جريبه کرنيزه ځمکه کې يې د کارډيف موسسې په مرسته د چرګانو روزنې فارم جوړ کړی، وايي له خپل دغه کاره خوښ دی.

نوموړي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، په فارم يې له ځمکې پرته ۵۰زره ډالر لګښت راغلی او کارډيف موسسې هم ورسره په کې يو څه مرسته کړې؛ خو له موسسې ځکه راضي و چې په وينا يې دغه فکر ورته دغې موسسې ورکړی دی.

دی وايي چې پخوا يې په دې ځمکه کې کرونده کوله چې خپل کړی مصرف به يې هم نه پوره کاوه او ستونزې يې پرې نه حلېدې.

نوموړی وايي، په فارم کې ورته خپله هم کاري زمينه برابره شوې او په مستقيم او غير مستقيم ډول يې شاوخوا دېرشو نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.

په دغه فارم کې پر کار بوخت د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی غلام جان وايي چې پخوا يې ژوند ښه نه و، خو په دغه فارم کې ورته تر کار پيدا کېدو وروسته يې د کورنۍ اقتصادي وضعيت ښه شوی دی.

نوموړی په سوداګرو غږ کوي: ((زموږ تجاران بايد داسې کارونه وکړي چې نورو خلکو ته په کې کار پيدا شي، څومره چې خلک په کار مشغولېږي، هومره ورسره امنيت هم ښه کېږي.))

په ختيځ کې د چرګانو د روزنې فارمونو اتحاديه وايي، اوس مهال په ختيځ زون کې له درېيو زرو زيات فارمونه موجود دي چې له ډلې يې نږدې دوه نيم زره په ننګرهار ولايت کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.