ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر ملي امنيت ته د  “تروریستانو” د له منځه وړلو لارښوونه وکړه

ولسمشر ملي امنيت ته د “تروریستانو” د له منځه وړلو لارښوونه وکړه

author avatar
22 Aug 2019 - 18:33
ولسمشر ملي امنيت ته د  “تروریستانو” د له منځه وړلو لارښوونه وکړه
author avatar
22 Aug 2019 - 18:33

کابل (پژواک،٣١ زمری ٩٨): ولسمشر د ملي امنيت منسوبينو ته لارښوونه وکړه چې تروریستان له منځه يوسي او اجازه ورنه کړي چې هغوى هېواد او خلکو ته زيان ورسوي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي امنیت عمومي ریاست له رهبري پلاوي او منسوبینو سره د یاد ریاست په مقر کې وکتل.

سرچينه زياتوي، ولسمشر د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ هغوى ته وویل: "د هېواد د امنیت ګډوډولو لپاره د دښمن د ذلیلو هڅو باوجود ستاسو دنده د دې لامل شوې چې د ناامنیو مخه ونیول شي. تاسو نوم ورکي سرتېري نه، بلکې د هېواد نوموتي اتلان یاست."

ده څرګنده کړه،په تېرو اوو میاشتو کې د زیاتو ګواښونو باوجود، تاسو په قوي اراده د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ملا ماته کړې او هیڅ تروریستي ډلې ته مو اجازه ور نه کړه چې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

هغه وویل، زموږ خلک هیڅ تروریستي ډلې ته سر نه ټیټوي او زیاته یې کړه: "تاسو د دې هېواد رښتیني بچیان یاست، دوستانو او دښمنانو ته مو ثابته کړه چې متزلزله نه یاست او د خپل هېواد ساتنه کوئ."

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان زیاته کړه، ستاسو ارادې او قدرت د دې زمینه برابره کړې، چې موږ د سیاست په ډګر کې په قاطعیت خبرې وکړو، سم تصمیم ونیسو، په تدبیر عمل وکړو او په جګړه او سیاست کې بریالي شو.

ده وویل، زموږ دولت د نړیوالې ټولنې یو مهم شریک دی او زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره بین المللي مرستې دوام کوي.

هغه څرګنده کړه: "طالبان یوه ورانکاره ډله ده او تل هڅه کوي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوي. په همدې اساس، دا ستاسو دنده ده ترڅو دغه ورانکاره ډله له منځه یوسئ او هغوی ته اجازه ور نه کړئ چې هېواد او خلکو ته زیان ورسوي."

غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ جهاد برحق جهاد دی او د سولې ټینګښت پورې، د هېواد په هره څنډه کې د دې خاورې دښمنان وځپئ.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي ملي امنیت او د دې امنیتي بنسټ مسلکي کولو او پیاوړتیا ته د جمهور رئیس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل، پر ستونزو سربېره د جمهور رئیس امنیتي لیدلوری د دې لامل شوی چې هېواد د ثبات لور ته ولاړ شي.

هغه په دې ټینګار چې ملي امنیت اداره هڅه کوي د تروریستانو پټنځایونه له منځه یوسي، زیاته کړه چې د ملي امنیت منسوبین هره شېبه تیار دي، ترڅو له ولسي نظام، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو دفاع وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.