ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي

په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي

author avatar
22 Aug 2019 - 19:56
په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي
author avatar
22 Aug 2019 - 19:56

هرات ښار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸):  په هرات کې د لوړ رتبه حکومتي مسوولینو په حضور کې د شاتو او انګورو جشنواره په داسې حال کې جوړه شوه چې د انګورو حاصلات سږ کال ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي دي.

د انګورو یاده جشنواره، څلورمه جشنواره ده چې نن د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې په انګړ کې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو په ګډون جوړه شوه.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو په خبره، روان کال په یاد ولایت کې به د انګورو حاصل ۱۳۵ زره ټنه شي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د انګورو حاصلات ۱۲۰زره ټنه و.

په دې اړه د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال د انګورو تولیدات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

ده زیاته کړه چې سږکال به د هرات د شاتو تولید ۱۵ ټنو ته ورسېږي. 

د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس وویل چې په یاده جشنواره کې کرنیز محصولات په ۵۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.

ده زیاته کړه: "تېر کال موږ د انګورو ۱۲۰ زره ټنه تولیدات درلودل چې سږکال له نېکه مرغه یاد تولیدات ۱۳۵ زره ټنه اټکل شوي دي."

که څه هم د بڼونو د حاصلاتو لپاره د خرڅلاو د بازار نه شتون د بڼوالو په وړاندې لویه ستونزه ګڼل کېږي؛ خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د نړیوالې بازار موندنې لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

د کرنې اومالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وویل چې یاد وزارت تر راتلونکې یوې میاشتې د کرنیز سکتور د ښه والي لپاره پراخ پروګرامونه په پام کې لري.

د سړو خونو جوړول، له مسلخونو ګټه اخیستل، کرنیزې زېرمې، په سرحدونو کې د قرنطین مرکزونه، د کیفیت د کنټرول لابراتوارونه، هوايي دهلیزونه او کرنیز نندارتونونه، له هغو پروګرامونو څخه دي چې د کرنې او مالدارۍ وزیر په وینا، په نږدې راتلوونکی کې په هېواد کې پلي کېږي.

دراني زیاته کړه چې تر یوې میاشتې به د ۴۰ میلیونه ډالرو په لګښت پنځه معیاري مسلخونه په هرات، کابل، مزارشریف، او کندز کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه وویل: "د يوې میاشتې په اوږدو کې به پنځه معیاري مسلخونه په پنځو ولایتونو کې ګټه اخیستنې ته وسپارو چې یوه يې په هرات کې ده او په جرئت ویلی شو چې زموږ کرنیزو محصولاتو په بهرنیو هېوادونو کې ځای موندلی دی. "

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.