کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): چارواکي وايي چې په کندهار کې په هوايي او مخامخ بریدونو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
هوايي برید د بهرنیو ځواکونو له خوا په میوند ولسوالۍ کې شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، برید تېره شپه د دغې ولسوالۍ په ګینه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه، بهرنیو ځواکونو هغه مهال له هوا څخه وسله وال په نښه کړل چې له یوې سیمې بلې ته په دوو موټرو کې روان وو.
دی وايي، په دې برید کې ۱۳ وسله وال وژل شوي، موټر او سلې یې ویجاړې شوې دي.
بل خوا د میوند په چشمو سیمه کې بیا وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی دی.
بارکزی وايي، د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې چې په پایله کې يې څلور وسله وال وژل شوي، خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې د پنجوايي ولسوالۍ په دواب سیمه کې هم د وسله والو او پولیسو تر منځ جګړه شوې ده.
د ده په خبره، وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی چې پولیسو ورسره جګړه کړې، څلور وسله وال یې وژلی او ۵ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن