کندوز ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د کندوز په مرکز کې د يوه جومات د ساتونکو او نا مسووله وسله والو ترمنځ جګړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د کندوز ښار د څلورمې حوزې اړوند د سيداباد په سيمه کې د يوه جومات د ساتونکو او نا مسووله وسله والو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې د جومات يو ساتونکی او درې نا مسووله وال وژل شوي دي.
ده زياته کړه: ((دغه جومات د شيعه ګانو دى چې تر څنګ يې تکيه خانه هم ده، نو ځکه یې ساتونکي لرل.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو دوه ميله تومانچي او يو موټر هم پوليسو ترلاسه کړي دي.
دغه راز په دې سيمه کې یوه دوکاندار قربان علي پژواک ته وويل: ((دغه درې تنه راغلل د جومات پر يوه ساتونکي يې ډزې وکړې، غوښتل يې چې د هغه وسله واخلي خو دې بل ساتونکي پرې ډزې وکړې او نږدې ١٥ دقيقي جګړه وشوه.))
دى هم وايي چې په دې جګړه کې د جومات يو ساتونکى او درې نا مسووله وسله وال وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن