اسعد اباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨) : د کونړ ولايت امنيه قومانداني وايي چې د داعش ١٣ کسیزه ډله ملي پولیسوته تسلیم شوې ده.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د زمري په ٣١مه، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې دوى خپلې وسلې هم پوليسو ته تسليم کړې دي.
هغه زياته کړه، له دې وروسته به دوى د هېواد د ملي بیرغ تر سیوري لاندې ژوند کوي او ډاډ يې ورکړ چې د دوی سر اومال به خوندي وي.
د کونړوالي وویل چې دلته د داعش وسله واله ډله تر محاصرې لاندې ده او په پوره توګه ځپل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د داعش ډله د کونړ ولایت په شوړیک او چلس په غرنیو سیمو کې شتون لري او ډېر ژر به له منځه يوړل شي.
د کونړ امنیه قوماندان سمونمل شفیق الله سهار وویل، داعش دغه دیارلس کسیزه ډله چې د کونړ ولایت په شیکل او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د دولت خلاف وسله وال فعالیتونه کول له خپلو وسلو سره چې يو ميل راکټ انداز او ١١ ميله کلاشينکوفونه دي چې پولیسوته يې تسليم کړل.
د داعش ډلې تسليم شوى يوتن مومن بيا وويل چې دوی او ملګرو يې له داعش ډلې سره له تېرو درې کلونو راهيسې بيعت کړی و او د کونړ ولایت په شيګل او نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د دولت ضد فعاليتونه کول.
هغه زياته کړه : ((اوس موږ پر دې پوه شوي يو چې د دغو روانو جنګونو يواځينی هدف افغان وژنه ده اوبس، موږ نه غوښتل چې نور خپل ورونه ووژنو او هېواد د بدبختیو لور ته بوځو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن