د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت: بين الافغاني مذاکراتو ته بشپړ چمتووالى لرو

حکومت: بين الافغاني مذاکراتو ته بشپړ چمتووالى لرو

Aug 22, 2019 - 17:15

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨) : دافغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره يې مرکچي پلاوى ټاکلى او بين  الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.

د ولسمشر اشرف غني وياندصديق صديقي د زمري په ٣١مه، د حکومت د رسنيو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوى  بين الافغاني مذاکراتو ته هر ډول چمتوالى لري او په دې برخه کې نورو پرمختګونو ته منتظر دي.

هغه زياته کړه، د حکومت مرکچي پلاوى ټولشموله دى او تر ډېره بريده هڅه شوې چې د سولې پرسې په اړه له ټولو خلکو سره مشورې وشي.

د صديقي په وينا، د افغانستان دولت په قاطع اکثريت سره د خلکو استازيتوب کوي.

دى وايي : (( موږ پر هغې سولې باور لرو، چې په کې د خلکو ګټې خوندي وي او جمهوري نظام ته هېڅ ډول زيان ونه رسېږي. ))

د ولسمشر وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين پر حکومت نيوکه کړې وه چې تر اوسه يې د خپل مرکچي پلاوي نومونه نه دي په ډاګه کړي.

هغه په يوه ټويټ کې ليکلي : (( د سياسي جهتونو له لوري د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د ټيم د غړو نومونه پټ ساتل يا خو د اختلاف له امله دي او يا هم د خاصې زورواکې کړۍ په اختيار کې دي چي بيا نو د ټولو جهتونو مشترک ټيم نه بلل کيږي او نه هم د پرېکړې واک او د سياسي جهتونو ملاتړ لري. ))

شاهين د افغانستان له سياسي جهتونو غوښتي وو چې په دې اړه خپل دريځ ښکاره کړي.

بلخوا د سولې په چارو کې د افغانستان ددولت وزارت وايي چې د افغانستان حکومت درې اوونۍ مخکې خپل مرکچي پلاوى ټاکلى دى.

ددې وزارت وياندې ناجيه انوري زياته کړې، چې په دې پلاوي کې سياسي، ټولنيز او قومي کسان شامل دي او مذاکراتو ته هر ډول چمتووالى لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement