ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دوه حاکم ټکټونه په ټاکنیز سیالیو کې له دولتي امکاناتو استفاده کوي”

“دوه حاکم ټکټونه په ټاکنیز سیالیو کې له دولتي امکاناتو استفاده کوي”

author avatar
22 Aug 2019 - 19:45
“دوه حاکم ټکټونه په ټاکنیز سیالیو کې له دولتي امکاناتو استفاده کوي”
author avatar
22 Aug 2019 - 19:45

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د ټاکنو پر سلامتیا د څار بنسټونو شبکه په دې اړه د وضاحت غوښتنه کوي چې ایا سولې ته لومړیتوب ورکول کېږي که ټاکنو ته او ادعا کوي چې دوه حاکم ټيمونه له دولتي امکاناتو استفاده کوي.

د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ۱۶ نوماندان په ټاکنیزو سیالیو بوخت دي.  

د ټاکنو پر سلامتیا د څار بنسټونو د شبکې مسوولانو چې د افغانستان د ټاکنو د روڼتیا د څار موسسې، د افغانستان د ازادو څارونکو موسسې، د ټاکنو او دموکراسۍ لپاره د ښځو موسسې، د سولې لپاره د ښځو د مطالعو موسسې او د افغانستان د ازدو او رڼو ټاکنو د موسسې له خوا جوړه شوې، نن په کابل کې د «راتلونکي لومړیتوبونه، سوله او ټاکنې» په نوم ناسته جوړه کړې وه.

د افغانستان د روڼوالي او ټاکنو د څار موسسې د پروګرامونو مسوول او د یادې شبکې غړي حبیب الله شینواري یادې ناستې ته وویل، د سولې او ټاکنو مسئلې له خلکو لاره ورکه کړې او نه پوهېږي چې له ټاکنې مخکې سوله راځي او که ټاکنې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، ټول غواړي پوه شي د افغان دولت او نړیوالې ټولنې لومړیتوب د ټاکنو ترسره کېدل دي او که سوله.

هغه پوښتنه کوي چې که سوله کېږي، څه ډول او تر کومو شرایطو لاندې او که ټاکنې ترسره کېږي، څه ډول او تر کومو شرایطو لاندې ترسره کېږي.

د ده په خبره، د ټاکنو په ترسره کېدو د اوسني حکومت ټینګار، د سولې په راتلو د سیاستوالو او نړیوالې ټولنې ټینګار او له ټاکنو سره پر یو وخت د سولې د خبرو په ترسره کېدو د ځینو کړیو ټینګار خلک ډېر زیات اندېښمن کړي دي.

ټاکل شوې ډېر ژر د طالیانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو نهم پړاو پیل شي چې دواړو لورو پر ځینو مسایلو هوکړه کړې ده، خو دا خبرې وروستۍ شوې نه دي.

حبیب الله شینواري وویل، د سولې خبرې د ټاکنو پر بهیر منفي اغېز کړی او کله چې د سولې او ټاکنو تر منځ لومړیتوب ونه ټاکل شي، د ټاکنو ترسره کېدل ناشوني برېښي او که ترسره هم شي، سیاسي مشروعیت به ځکه ونه لري چې د خلکو د ګډون اندازه به کمه وي او پایله به یې د حاکمو ټيمونو تر منځ د یوه په ګټه تمامه شي.

دغه راز نوموړي روانې ټاکنیزې سیالۍ غیرعادلانه وبللې او زیاته یې کړه: «زموږ موندنې ښيي چې دوه حاکم ټکټونه د ټاکنیزو سیالیو پر مهال په ناقانونه توګه له دولتي امکاناتو استفاده کوي.»

د یادې شبکې غړي او د سولې لپاره د ښځو د څېړنو موسسې مسوول عنایت الله عثماني هم وویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولان هم د ټاکنو په ترسره کېدو کې بېطرفه نه دي او په ځینو مواردو کې یې د ځانګړو نوماندانو ملاتړ کړی دی.

د ده په وينا، افغانان پر ټاکلي وخت (د روان کال د تلې په شپږمه) د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي او دغه نېټه باید بدله نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.