د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دارالامان تاريخي ماڼۍ پرانيستل شوه

د دارالامان تاريخي ماڼۍ پرانيستل شوه

Aug 22, 2019 - 09:52

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د دارالامان تاريخي ماڼۍ له بيارغونې وروسته د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د  سلمې کاليزې په وياړ تېره شپه پرانيستل شوه.

په دغو مراسمو کې چې په دارالامان ماڼۍ کې نیول شوي وو، ولسمشر اشرف غني، د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل، د غازي امان الله خان لور هنديې، لمسۍ یې ثريا ملک، د ملي شورا غړو، د کابينې غړو، سياسي مشرانو،  مدني فعالانو او نورو خلکو ګډون کړی و.

ولسمشر اشرف غني د دارالامان ماڼۍ ته په ور رسېدو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ، بيا يې د ماڼۍ بېلابېلې برخې وليدلې.

هغه د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې دوو مسوولينو ته چې د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې چارې يې پر مخ وړې وې، مډالونه ورکړل.

د مراسمو پر مهال د غازي امان لله خان لور مېرمن هنديې هر اړخيزه وينا وکړه او د غازي امان الله خان ځينې خاطرې يې يادې کړې، هغې په پاى کې د خپل پلار په استازیتوب ولسمشر غني ته (افرين، شاباس) هم وويل.

د دغو مراسمو پر مهال ملي سندرې هم وويل شوې، افغان موډلانو نمايش وړاندې کړ .

ولسمشر اشرف غني د مراسمو په پاى کې د خپلواکۍ ورځې، غازي امان الله خان او سولې پروسې  په اړه هر اړخيزه وينا وکړه.

ټاکل شوې وه چې دا ماڼۍ د زمري په ٢٨مه د خپلواکۍ په ورځ پرانيستل شي، خو له دې ورځې دوه ورځې مخکې د کابل د ودونو په يوه هوټل کې د ځانمرګي بريد له مله دغه مراسم وځنډول شول.

په دغه بريد کې ٨١ هېوادوال ووژل شول او شاوخوا ٢٠٠ نور ټپيان شول.

د دارالامان ماڼۍ د غازي امان الله خان په دوره کې جوړه شوې چې د  تېرو ۴۰ کلونو په جګړو کې څو ځلې ويجاړه شوه.

ولسمشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د دې ودانۍ د بیارغونې اعلان وکړ چې وروسته د افغان انجنيرانو او کاریګرو په زيار بالاخره بېرته ورغول شوه.

د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیارغونې کار د ۱۳۹۵کال د جوزا په لسمه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسماً پرانیستل شو، په سر کې يې مسوولیت د ښارجوړونې او اراضي وزارت ته وسپارل شو، خو وروسته يې د بيارغونې مسووليت د ۱۳۹۶کال د لړم په ۱۷مه نېټه د ولسمشر د حکم له مخې د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې پر غاړه واخيست چې اوس مهال يې د بیارغولو چارې د یادې ادارې له خوا پرمخ وړل کېدې.

ويل کېږي چې پر دې ماڼۍ ١٦ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement